د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې ۶۰ په سلو کې ښوونځي ودانۍ نلري


سیه ایزو مسؤلینو د پکتیا په ولایت کې د نجونو د پوهنې په حالت اندیښنه ښودلې.
سیه ایزو مسؤلینو د پکتیا په ولایت کې د نجونو د پوهنې په حالت اندیښنه ښودلې.

د پکتيا اوسېدونکي وايي، چې دولت د دوی ښوونځيو ته د سرپناه په برخه کې ډېره کمه پاملرنه کړې ده.

د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی انور مراد وايي په ولسوالۍ کې د ناامنۍ په خاطر د پوهنې وضعيت ته لازمه توجه نه ده شوې. دی په دې برخه کې د نجونو د پوهنې بهير د اندېښنې وړ بولي.

هغه وويل: ”په لېرې پرتو سيمو کې خو د نجونو لپاره يو وار ښوونځی نشته، نه يې احاطې شته او نه يې خيمې شته. که ماشومان درسونه وايي، نو د ونو سيورو ته يې وايي. له ډېرو ستونزو سره مخ دي‟.

دا زده کوونکي د مرکز ګردېز اړوند شمال لوري ته د ششګر په نوم ښوونځي کې زده کړې کوي. د کافي خونو د نشتون له امله ټول کال سره لمر يا د ونو تر سيورو لاندې درسونه وايي.

يو تن زده کوونکی وايي: ” له دولت څخه دا غواړو چې ښوونځی راته جوړ کړي. دلته په ګرمي کې زده کړې نشو کولای، په باد او باران کې کورونو ته ځو. صنفونه او تختې راته جوړې کړي‟.

د شمېرو له مخې ټولټال په پکتيا کې ۳۹۶ ښوونځي شته، چې له دې جملې څخه نږدې ۶۰ فيصده يې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې سره لمر او يا د ونو سيورو ته خپلې زده کړې مخته وړي.

د پکتيا يو اوسېدونکي وايي:” چې د سهار په اتو بجو باران شي، زده کوونکي کورونو ته رخصتوي. چې ټولګی نه وي، درس به څنګه ووايي. په ځينو سيمو کې ښوونځي هيڅ ودانۍ نه لري او زده کوونکي سره لمر ته ناست وي‟.

په همدې حال کې د پکتيا د پوهنې رياست مسوولين وايي، چې له خپل وزارته يې د ښوونځيو لپاره د ودانيو غوښتنې کړې، چې د يو شمېر ښوونځيو لپاره ورته ودانۍ منظورې شوې هم دي.

د پوهنې رئيس کوچي ځاځي امريکاغږ ته وويل، په پلان کې لري، چې راتلونکی ۱۳۹۷ لمريز کال د پکتيا په مرکز ګردېز او يو شمېر ولسواليو کې د ۴۰ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

هغه وويل: ”کله چې په ګردېز کې خونړۍ پېښه وشوله او ولسمشر پکتيا ته سفر درلود، نو هغه وخت يې پکتيا ته ځانګړې پکېج ورکړی دی چې په هغه کې ۴۰ بابه ښوونځي شامل دي. تخنيکي کارونه یې موږ ټول خلاص کړي دي او ۱۳۹۷ کال کې به د ماليې وزارت ورته بوديجه ورکوي‟.

د افغانستان د پوهنې وزارت ويلي، چې په ټول هېواد کې متوازن انکشاف ته ژمن دي، مګر زياته کړې يې ده، چې د بوديجوي مشکلاتو له کبله ټولو ولاياتو ته په يو وخت کې رسيدګي نشي کولای.

XS
SM
MD
LG