د لاس رسي وړ اتصالات

رولا غني: افغانستان کې ۶۶ فیصده کارګرې ښځې بزګري کوي


آغلې غني د کرنې په سکتور کې د افغانو ښځو ونډه مهمه بللې او له هغوی څخه یې پر ملاتړ ټینګار کړی.
آغلې غني د کرنې په سکتور کې د افغانو ښځو ونډه مهمه بللې او له هغوی څخه یې پر ملاتړ ټینګار کړی.

د کرنې په سکتور کې د افغانستان د ښځو د پیاوړتیا دویم ملي کنفرانس د شنبې په ورځ په کابل کې جوړ شو.

د افغانستان لومړۍ میرمنې رولا غني په دغه کنفرانس کې وویل، د دې لپاره چې بزګرې ښځې په لویو سوداګریزو معاملو کې ګډون وشي کولی، باید حقوقي اسنادو ته لاسرسی ومومي.

آغلې غني ټینګار وکړ، چې د کرنې په برخه کې له ښځو سره د تخنیکي او مسلکي مرستو تر څنګ باید له هغوی سره د حقوقي اسنادو په برابرولو کې همکاري وشي.

هغې وویل، چې اوسمهال د افغان کارګرو ښځو ۶۶ فیصده د کرنې په سکتور کې کار کوي او زیاته یې کړه "اړتیا ده، چې حقوقي اسناد لکه، تذکره، د ځمکو د ملکیت سند، نکاح‌نامه د هغوی په واک کې ورکړل شي، ترڅو وکولای شي په لویو سوداګریزو معاملو او د بانکي پورونو په اخیستلو کې ګډون وکړي".

د افغانستان لومړۍ میرمنې د کرنې په سکتور کې د افغانو ښځو ونډه مهمه وبلله او په دې برخه کې یې له هغوی څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو شمیرې ښيي، چې په افغانستان کې څه باندې ۶۰ فیصده ښځې د هویت اسناد یا تذکرې نه لري، چې په اکثرو مواردو کې د دغه سند د نه درلودلو له امله په مهمو مسئلو له ګډون کولو شاته پاتې کیږي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې په راتلونکي لمریز کال کې به د کروندګرو ښځو لپاره یو لړ مهمې پروژې عملي کړي.

د کرنې وزیر نصیر احمد دُراني په نننۍ غونډه کې وویل، په دغه کال کې به ښځو ته ۲۷۴۰۰ کورني باغچې، ۱۰۳۰ شنې خونې، د مرخیړو د کرلو ۱۰۰ کروندې او د چرګانو ۱۷۲۱۶ فارمونه جوړ کړي.

ښاغلي دُراني زیاته کړه، چې په دې موده کې به د شاتو د مچیو ۶۰۰ صندوقونه او د غذايي موادو د پروسس ۲۱ دستګاوې پر ښځو وویشل شي او دغه راز د هرات د کروندګرو شځو لپاره به د میوو د پروسس ۱۲ مرکزونه په دغه ولایت کې جوړ شي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د شمیرو له مخې، دغه وزارت په کابل او ولایتونو کې د کروندګرو ښځو لپاره نږدې ۵۲ زره کورنۍ باغچې جوړې کړي، شاوخوا ۴۸ ښځو ته یې کرنیز وسایل ورکړي دي او له کرنیزو وسایلو څخه د استفادې لپاره یې ښځو ته ۲۳ روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG