د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د سکي او سنوبورډ ښځینه لوبډلې جوړیږي


د افغانستان د سکي او سنوبورډ فډراسینونه وايي چې دغه هېواد کې د دغو دوه ورزشونو د ودې لپاره د ښځینه وو ملي لوبډلې جوړوي.

د یادو فډراسیونونو چارواکو نن د افغانستان په تربیت بدني ادارې کې غونډه جوړه کړې وه چې په پایله کې د ښځینه وو کمېټې جوړې او غړي یې وروپېژندل شول.

د سنوبورډ فډراسیون مشر او د سکي فډراسیون د کابل څانګې مشر احمد رومل حیات په دې اړه نن شنبه جنوري ۱۶ (مرغومی۲۷) امریکا غږ ته وویل:"اتلسو پېغلو د دواړو فډراسیونونو غړیتوب ترلاسه کړ. موږ ورته د ښځینه وو کمیټې جوړې کړې چې په راتلونکې کې به له دې ډلې ورزشکارانو نه د ښځینه وو ملي لوبډلې جوړې شي."

حیات زیاته کړه چې د ښځینه وو ملي لوبډلې جوړېدل افغانستان کې د دغه رشتو د ودې او پانګه اچونو لپاره ښه زمینه برابرولی شي.

د سکي او سنوبورډ فدراسیونونو د معلوماتو پر بنسټ په راتلونکو دوه میاشتو کې د دوه کورنۍ او بهرنۍ سیالۍ په پام کې نیول شوي دي.

د پاکستان سوات کې د اسیا ژمنۍ لوبې او د افغانستان بامیان کې په ملي کچه د ژمنیو لوبې ترسره کیږي.

سنو بورډ په تېرو درې کلونو کې افغانستان ته نوی راوړل شوې لوبه ده خو سکي بیا لږ تر لږه نیمه پیړۍ مخکې افغانستان ته د راغلیو بهرنیو سیلانیانو له خوا راوړل شوې.

XS
SM
MD
LG