د لاس رسي وړ اتصالات

بامیان کې د 'سکي' لوبو لسم پړاو سیالۍ تر سره شوې


په بامیان ولایت کې د «سکي افغان» په نوم د سکي لوبو لسم پړاو سیالۍ نن جمعه تر سره شوې.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د پنځو هیوادونو څخه ۶۷ لوبغاړو ګډون کړی و چې د سکي نړیوال فدارسیون او د بامیان ولایت د سکي کلب لخوا تر سره شوې.

د دغه لوبو تر سره کوونکي د یادو سیالیو تر سره کول ورزش ته د ځوانانو د توجه جلبول او له افغانستان څخه تر نړیوالو پورې د سولې د پیغام رسول ي.

د بامیانو د سکي کلب مسؤل سجادي حسیني د یادو لوبو په اړه امریکا غږ ته وویل:"په دغو سیالیو کې د امریکا، فنلنډ، ایتالیا، انګلستان او افغانستان څخه ۶۷ تنو لوبغاړو ګډون کړی و، زموږ هدف د سکي لوبو ته وده ورکول او افغانستان ته د سیلانیانو د توجه راجلبول دي."

نوموړي زیاته کړه چې د یادو سیالیو بریا افغان لوبغاړو خپله کړه چې د مجتبی، حسین علي او مهدي په نومونو افغان لوبغاړي د ۶۷ لوبغاړو په منځ کې لومړی، دوهم او دریم مقامونه ګټلي دي.

په بامیانو کې د سکي دغه ژمنۍ سیالۍ هر کال د افغانستان په کوربتوب د کورنیو او نړیوالو لوبغاړو ترمنځ تر سره کیږي.

XS
SM
MD
LG