د لاس رسي وړ اتصالات

شپږیزه: کابل بازانو د بند امیر لوبډله ماته کړه


همدا راز ناصر جمال ۴۷ او حضرت الله ځاځي یوازې ۱۵ منډې ترسره کړې.
همدا راز ناصر جمال ۴۷ او حضرت الله ځاځي یوازې ۱۵ منډې ترسره کړې.

د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو د سیالیو په اوږدو کې نن د بند امیر او کابل بازانو لوبډلو سره ولوبېدل چې کابل بازانو د دوه ویکټو په توپیر د لوبې ګټونکي شول.

لومړۍ پاڼۍ کې کابل بازانو توپ اچونه وکړه. سیالې لوبډلې ورته په ټولو شلو اورونو کې د پینځو ویکټو په سوزېدو سره د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه.

تر ټولو ډېرې ۴۸ منډې ابراهیم ځدارڼ وکړې خو پنځوسیزه یې پوره نکړه. همدا راز ناصر جمال ۴۷ او حضرت الله ځاځي یوازې ۱۵ منډې ترسره کړې.

بل لوري ته د کابل بازانو نجات مسعو او ضیاالرحمن هر یو دوه دوه ویکټې واخیستې.

دویمې پاڼۍ کې د کابل بازانو لوبغاړي سمیع الله شینواري توپ وهنه پیل کړه چې د لوبې تر پایه یې خپله ویکټه وساتله. دغه لوبغاړي پر خپل جالبې لوبې وکړای شول ۵۸ ناسوځېدلي رنزونه وکړي او لوبډله تر بریا ورسوي.

لوبه په وستیو شېبو کې ډېره جالبه شوه. سیالې لوبډلې د هدف پوره کولو لپاره هڅې کولې خو بلې لوبډلې د دوی هڅې شنډولې چې د شلم اورو په وروستي بال باندې څلوریزه شوه او لوبډله د تمو خلاف کابل بازانو وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړي او د ډېرو شپږیزو وهونکي جایزې دواړه سمیع الله شینواري ته ورکړل شوه.

که څه هم دا د بند امیر لوبډلې دویمه ماتې وه خو بیا هم د لوبډلو په جدول کې تر اوسه لمړۍ مقام لري.

مس عینک د دوه ماتو او دوه بریاوو سره به دویم مقام کې دی. کابل بازان بیا د نننۍ بریا سره دد مس عیک په شان څلورې نمرې خپلې کړې.

د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو لوبې یوازې څلور ورځې نورې دوام کوي.

د دغه لیګ د اتلولۍ د ګټلو لپاره شپږ لوبډلې د په‌ ټولټال ۱۹ لوبو کې د بریا لپاره سیالۍ کوي.

XS
SM
MD
LG