د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنگټن کې د اسلامي تصوف د اثارو ننداره


مولانا جلال الدین بلخي

د واشنگټن ډي سي په یوه موزیم کې د شنبې په ورځ (اکتوبر ١٣) د اسلامي تصوف او عرفان د اثارو نندارتون پرانیستل شو.

په دې نندارتون کې یو شمیر تاریخ پوهانو په جنوبي اسیا او منځني ختیځ کې د اسلامي تصوف پر تاریخ، کلتور، عرفان او ادبیاتو خبرې وکړې.

تاریخ پوه مراد خان ممتاز د هند په لویه وچه کې د اسلامي تصوف په انځورگرۍ په ځانگړې توگه د مغلي امپراتورۍ پر وخت په تصوفي عرفان او کلتور کې د درویشانو او قلندرانو پر کړنو او لیکنو وغږید.‌

د هند په نیمه اوچه کې درویشان یا قلندران
د هند په نیمه اوچه کې درویشان یا قلندران

د اسلامي معمارۍ تاریخ پوهې پیوند فیروزې بیا د هند په دې سیمه کې د صوفیانو د درگاه په معنوي قوت او د سیاست او مذهبي قوت د اړیکو په هکله خبرې وکړې. د فیروزې پیوند خبرې تر ډیره د هند بهمني امپراتورۍ (١٣۴٦-١٥٢٨) پورې تړلې وې.

د امریکا د متحده ایالاتو د دوک پوهنتون د اسلامي مطالعاتو د څانگې استاد امید صفي بیا وویل چې تصوف د اسلام د ظهور راهیسې پیل شوی او تل په اسلامي نړۍ کې د ودې په حال کې دی. د هغه په وینا د تصوف د بحث اصلي موضوع د نفس پاکوالی او خدای ته د انسان نږدې کیدل دي. دهغه د مولانا بلخي رومي، عطار، حافظ، سعدي او نظامي اشعارو ته په اشارې وویل چې پدغو ټولو کې "یوه مینه" تمثیل شوې ده چې د خلقت او د ژوند پایښت انځوروي.

د تصوف خط السیر چې له افغانستان نه تیریږي
د تصوف خط السیر چې له افغانستان نه تیریږي

د امریکا د متحده ایالاتو د دوک پوهنتون د اسلامي مطالعاتو د څانگې رئیس او استاد امید صفي بیا په منځني ختیځ کې د تصوف پر ریښو او د ټولنې په سولې او هم آهنگۍ کې ددغه فرهنگ پر رول رڼا واچوله.

امید صفي د امریکا غږ ته وویل چې تصوف د اسلام د ظهور راهیسې پیل شوی او تل په اسلامي نړۍ کې د ودې په حال کې دی. د هغه په وینا د تصوف د بحث اصلي موضوع د نفس پاکوالی او خدای ته د انسان نژدیوالی دی. هغه د مولانا بلخي رومي، عطار، حافظ، سعدي او نظامي اشعارو ته په اشارې وویل چې پدغو ټولو کې "یوه مینه" تمثیل شوې ده چې د خلقت او د ژوند پایښت انځوروي. ښاغلی صفي وایي:

د امریکا د متحده ایالاتو د دوک پوهنتون د اسلامي مطالعاتو د څانگې رئیس او استاد امید صفي
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:16 0:00

تصوف یوه اسلامي طریقه ده چې د نفس په تزکیې او مادیاتو ته په شا کولو ولاړه ده. تصوف په لغت کې پشمي لباس اغوستل دي او دا کار ددې طریقې په پیروانو کې د زهد نښه نښانه گڼل کیږي.

په یو عبارت تصوف د باطني سلوک یوه لار ده. د تصوف په تعریف کې بیلابیل نظریات بیان شوي، خو د تصوف اصول پر هغه طریقې ولاړ دي چې د جهان د خالق پیژندنه، د خلقت د حقیقت کشف او د عقلي استدلال یا منطق له لارې نه بلکه د باطني عرفاني سلوکو له لارې د انسان او خلقت ترمنځ د اړیکې پیژندل په کې شامل دي.

د صوفي کلیمه په دوهمه هجري پیړۍ کې د اسلامي نړۍ په ځینو برخو کې راڅرگنده شوې، خو د دریمې پیړۍ تر لومړیو پورې دغو خلکو کوم مشخص فکري نظام او ټولنیز تشکیلات لکه خانقاه او مریدان نه درلودل.

صوفي طریقې

په افغانستان او سیمه کې د تصوف څو مشهورې طریقې شته چې په کې نقشبنديه، قادریه، چشتیه او سهروردیه شاملې دي.

په پښتو ادبیاتو کې د احمدشاه بابا په زمانې کې د " التحفة القادریة" په نامه شعري ټولگه وه چې لیکوال یې "رکن الدین" نومیده. دا کتاب پدې وروستیو کې بیا په کابل کې چاپ شوی دی.

دا شعري ټولگه د قادري طریقې او ددې طریقې د پیر عبدالقادر گیلاني د اوصافو بیان کوي.

د تصوف افغان لاروی عبدالحی صدیقي په افغانستان کې د تصوف د لارویانو په اړوند د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:09 0:00

د تصوف یا صوفیزم لارویان وایي دغه مکتب د اسلام معتدل، عاشقانه او عارفانه تصویر انځوروي.

XS
SM
MD
LG