د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار او هرات کې سیلابونو او واورو ۱۴ تنه مړه کړي


افغانستان کې هرکال د ژمي او پسرلي د موسمونو د اورښت وروسته سیلابونه راوځي، چې خلکو ته د سر او زیان سبب ګرځي.
افغانستان کې هرکال د ژمي او پسرلي د موسمونو د اورښت وروسته سیلابونه راوځي، چې خلکو ته د سر او زیان سبب ګرځي.

د کندهار او هرات په ولایتونو کې چارواکی وایي د بارانونو او سیلابونو له کبله ۱۴ تنه مړه شوي دي.

د یکشنبې په ورځ(مرغومی ۲۲ مه) په کندهار کې له سختو بارانونو وروسته سیلابونه وتلي چې له امله یې اته تنه مړه شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.

همداشان په هرات کې د واورو اورښت د یو کور یو چت نړولی چې شپږ تنه په کې مړه شوي.

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي امریکا غږ ته وویل چې په دغه ولایت کې سیلابونه د ژیړۍ، پنجوايي، سپین بولدک او د کندهار د ښار په ځینو برخو کې راوتي وو.

د کندهار د والي ویاند وویل، چې ښځې او ماشومان هم په مړو او ژوبل شوو کسانو کې شامل دي. هغه وویل سیلابونو په دغه ولایت کې ډیرو کورونو ته هم زیان رسولی دی.

د کندهار سر بیره د هلمند په ولایت کې هم د سیلابونه راوتلو خبر ورکړل شوی دی.

د افغانستان په لویدیځ د هرات ولایت د پولیسو قومندان جنرال امین الله امرخیل امریکا غږ ته وویل چې د واورو له کبله د یو کور چت لویدلی او د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي چې ښځې او ماشومان دي.

د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د شنبې د ورځې ( مرغومی ۲۱ مه) د واورو او باران اورښت پیل شوی، چې د هوا پیژندنې د ملي ادارې د معلوماتو پراساس سبا د دوشنبې په ورځ به هم دوام ومومي.

دغې ادارې له وړاندې د افغانستان په شمیر ولایتونو کې د واورو او باران د اورښت وروسته د سختو سیلابونو د راوتلو په اړه خبرداری ورکړی وو.

د واورو اورښت په شمیر ولایتونو کې لویې لارې او د ولایتونو او ولسوالیو ترمنځ سړکونو هم بند کړي دي.

کابل – کندهار لویه بیا ټړل شوې

د کندهار د ولایت په ګاونډ د زابل په ولایت کې سختې واورې وریدلي، چې له امله یې بیا د کابل – کندهار ترمنځ لار د کلات او شاجوی په مربوطاتو کې تړل شوی ده.

د سیمه ییزو چارواکو د وینا له مخې په دغه لویه لار کې بند په لسګونو مسافر خوندي ځایونو ته لیږدول شوي دي.

د زابل د پولیسو ویاند زمري سهاک امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل، چې پولیس د لارې د خلاصولو په چارو بوخت دي.

سالنګ لویه لار پرانیستې ده

که څه هم په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د تیرې ور ځې راهیسې سختې واورې وریدلي، خو دا لار د باروړونکو لاریو پرته د نورو وسایطو پرمخ پرانیستې ده.

د سالنګونو د لارې د ساتنې اومراقبت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغې ادارې د ګزمې کارکوونکي د لارې په اوږدو کې د مسافرو سره د مرستې لپاره ګزمې کوي.

دغې ادارې له ډرایورانو څخه غوښتي، چې پر دغه لار د تګ راتګ پرمهال خپلې موټرې په ژمنیو وسایلو سنبالې کړي.

د سالنګ لویه لار کابل د افغانستان اکثرو شمالي ولایتونو سره نښلوي.

XS
SM
MD
LG