د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د هوا یخه څپه؛ د سالنګونو لار د تند بادونو او طوفانونو له امله بنده شوې


د سالنګ لار
د سالنګ لار

د واورې او بارانونو له امله افغانستان ته د هوا یخې څپې رارسېدو سره جوخت، د طالبانو حکومت فواید عامې وزارت د تېز باد او تندو طوفانونو له امله د ترافیکو پر مخ د سالنګونو لویې لارې د بندېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن جمعه جنورۍ ۱۳ (مرغومې ۱۳) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په سالنګونو کې هوا د سانتي ګراډ منفي ۳۲ درجو پوري رسېدلې ده.

د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت د هوا یخوالي له امله له ټولو خلکو څخه غوښتي چې تر بلې خبرتیا پوري پر دغه لویه لار له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

بلخوا ویل کیږي چې د تیري ورځې راپدېخوا د هوا د یخوالي امله په سالنګونو کې ګڼ شمېر لوی بار وړونکي موټر بند پاتي دي. یو شمېر عیني شاهدانو ویلي که چیري دغه موټر چلوونکي ونه ژغورل شي، د هوا یخوالي له امله به د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

د سالنګونو لویه لار نهه شمالي ولایتونه د افغانستان د جنوب او ختیځ سره نښلوي چې تر دې مخکې هم د واورې وریدو سره څو ځله د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ افغانستان ته د هوا یوې یخې څپې را رسېدو له امله په ګڼو ولایتونو کې د واوري او باران سره هم مهاله هوا زیاته یخه شوې ده.

د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې تیره اونۍ ویلي و چې دغه يخه هوا تر ډېره د افغانستان لوېديځ ، شمال لوېديځ، شمال ختیځ او مرکزي سیمې تر اغېز لاندې راولي چې زيات ولایتونه به له دی امله د پام وړ یخنۍ سره مخامخ وي٠

د افغانستان زیات شمېر ولایتونو ته د هوا یخې څپې رارسېدو راپورونه ورکړل شوي، خو تر دا مهاله د یخي هوا له امله د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د طالبانو حکومت د فواید وزارت تیره ورځ ویلي و چې په غور کې د «غووک او بایان» کوتلونه د واورو له امله بند شوي چې د خلاصولو عملیات يې پيل شوي دي. د دغه وزارت په وینا په بامیان ولایت کې د اب قل،کرمان ورس لارې هم د ترافیکو پر مخ شوي دي.

دغه وزارت تیره ورځ همدارنګه ویلي و چې په بدخشان او دایکندي ولایتونو کې هم د ځینو مواصلاتي لارو د خلاصولو هڅې روانې دي.

XS
SM
MD
LG