د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د واورې ورېدو له امله د ځینو ولایتونو لارې بندې شوي


د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت وايي، د تیرې ورځې راپدېخوا د درندې واورې ورېدو له امله د افغانستان د یو شمېر ولایتونو لارې د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ بند شوې دي.

د دغه وزارت ویاند حمیدالله مصباح نن یکشنبه جنورۍ ۲۹ (سلواغې نهمه) ویلي چې یادې مواصلاتي لارې په بامیان، سرپل، بلخ او فراه ولایتونو کې د واورې ورېدو له امله د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ بندې شوي دي.

د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت همدارنګه ویلي: " په بامیانو ولایت کې د پسته شش پل ۔ حاجګک کوتل لارې د طوفان له امله بند شوی دي.د بلخ د زاري ولسوالۍ اړوند لارې، د سرپل ولایت د قُم کوتل او د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ لار د واورو له امله بندې دي."

نوموړي زیاته کړې چې په بامیان ولایت کې له یادو لارو پرته نورې ټولې لارې د ترافیکو پر مخ خلاصې دي.

د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت همدارنګه ویلي چې د افغانستان په سالنګونو کې هم له تیرې ورځې د واورې ورښت جریان او په خبره یې دغه لویه لار د ټېلري موټرو پرته د نورو ټولو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده.

مصباح زیاته کړې: "په سالنګونو کې له تېري ورځې راهیسې د واورې اورښت دوام لري، دا مهال له ټیلري موټرو پرته بار وړونکي وسایط له شمال څخه جنوب ته او مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو تګ راتګ کولی شي."

د طالب چارواکو د معلومات په اساس د هرات ۔ تورغونډۍ اړوند د «بقرچیر» سیمې او د کندهار ۔ هرات لویې لارې په «سیاه بیده» سیمه له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې پرون او نن یکشنبه د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د واورې او بارانونو اټکل کړی و.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې په دغه ولایتونو کې بدخشان، نورستان، ننګرهار، کونړ،لغمان، کاپیسا، پنجشېر،پروان، کابل، لوګر،پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل، غزني، میدان وردګ، بامیان، دایکندي او غور ولایتونو په ګډون سالنګونه هم شامل دي.

په بیان کې ویل شوي چې د یادو ولایتونو په ځينو سیمو کې به د اوښت کچه له ۱۰ څخه تر ۲۰ ملي مترو او د واورې کچه به له ۱۵ څخه تر ۴۰ سانتي مترو پوري وي.

د افغانستان یاد ولایتونو کې د واورې او بارانونو پر داسې مهال خبرداری ورکول کیږي چې د طالب چارواکو په وینا په تیرو دوو اونیو کې په دغه هیواد کې د سړې هوا له امله لږ تر لږه ۱۶۶ کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG