د لاس رسي وړ اتصالات

د سنوډن افشا شوي معلومات – کاناډا


د کاناډا براډکاسټینگ کارپوریشن یا ( سي بي سي) رپوټ ورکوي چي کاناډا د امریکا د ملي امنیت ادارې ته اجازه ورکړې وه چي په ٢٠١٠م کال کي په ټورنټو کي د نړۍ د اتو لویو هیوادونو او بیا د نړۍ د شلو لویو اقتصادي ملکونو د عالي جرگو په وخت د څارني پراخ عملیات ترسره کړي.

دا رپوټ د هغو اسنادو له مخي ترتیب شوی چي د امریکا د استخباراتو د پخواني قراردادي ( ایډوارډ سنو ډن) له خوا افشا شوي دي. په هغه باندي امریکایي چارواکو د جاسوسۍ تورونه لگولي دي او د نیولو هلي ځلي یې کوي.

د ( سي بي سي) په رپوټ کي ویل شوي دي چي امریکا په ( اوټاوا) کي خپل سفارت د امنیتي قوماندې په پوستې بدل کړی و چي د کاناډایي استخباراتي انډول په نژدې همکارۍ د عالي جرگو په جریان کي جاسوسي فعالیتونه وکړي.

دغه انډول یې چي د کاناډا مخابروي امنیتي تاسیسات یا د ( سي ایس اي سي) اداره ده نه شي کولای په کاناډا کي څوک بیله مخکنۍ اطلاع او خبرداري ونیسي. ددغي ادارې کارکونکو خبریالانو ته ویلي دي چي د دوي اداره د نړۍ والو انډیوالانو نه دا نه شي غوښتلای چي په داسي ډول عملیات وکړي چي د کاناډا د قانون سره سم نه وي.

د سي بي سي دغه رپوټ وروستی رپوټ دی چي د هغو اسنادو له مخي خپریږي چي د ( سنو ډن) له خوا افشا شوي دي.
XS
SM
MD
LG