د لاس رسي وړ اتصالات

د فوټبال نړیوال جام او د مصر، اسرائیل او همجنسبازانو نامعلومه برخلیک


په قطر کې د نړیوال جام د لوبو د یو ستدیوم نمونه
په قطر کې د نړیوال جام د لوبو د یو ستدیوم نمونه

قطر چې د ٢٠٢٢ کال د فوټبال د نړیوال جام کوربه دی تر اوسه یې نده تائید کړې چې ایا اسرائیلي نندارچیانو ته به اجازه ورکړي او که نه چې دې هیواد ته د لوبو د نندارې لپاره ورشي.

د قطر د ویزې په آنلاین جدول کې له اسرائیل پرته چې دوحه یې په رسمیت نه پیژني د ٢۴۴ هیوادونو نومونه شته دی. پر اسرائیلیانو باندې دغه محدویت د ٢٠١٩ کال د جون د میاشتې راهیسې لگیدلی دی.

د اسرائیلیانو سربیره مصریان او همجنسباران هم د هغو کسانو څخه دي چې له دغه ستونزې سره مخامخ دي.

مصریان پدې خاطر چې دولت یې پر قطر باندې د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او بحرین له لورې د لگول شویو بندیزونو ملاتړ کړی دی د اسرائیلیانو په جمله کې راغلي دي او نرښځیان هم پدې خاطر چې په قطر کې ممنوع دي تر اوسه د ویزې اخیستلو څخه محروم شوي دي.

په بریتانیا کې میشت (Cornerstone Global Associates) مشورتي شرکت د یو رپوټ په خپرولو سره چې عنوان یې دی "د فیفا د ٢٠٢٢ نړیوال جام: د باور او تضمین خطر" خبرداری ورکړی چې ددې ډول محدویت لگول د فوټبال د نړیوال جام د اخلاقیاتو کود تر پوښتنې لاندې راوړي.

پدې رپوټ کې راغلي دي څو میاشتې دمخه د قطر د هوایي شرکت رئیس اکبر الباکر،هم مصر ته په اشارې ویلي وو چې قطر "خپلو دښمنانو" ته ویزه نه ورکوي.

قطر ژمنه کړې ده چې د ویزې د آسانتیاو د برابرولو تر څنگ به د نړیوال جام یهودي نندارچیانو ته د هغوی سنتي غذاگانې برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG