د لاس رسي وړ اتصالات

رونالدو: زیدان د ریال مادرید روحیه لوړه کړې ده


زین الدین زیدان د یوې اونۍ راهیسې په عملي توگه د ریال مادرید د ترینر په توگه کار پیل کړی دی.
زین الدین زیدان د یوې اونۍ راهیسې په عملي توگه د ریال مادرید د ترینر په توگه کار پیل کړی دی.

د نړۍ د فوټبال مشهور ستوری زین الدین زیدان څه دپاسه یوه اونۍ مخکې د ریال مادرید د مشهور کلپ د ترینر په توگه کار پیل کړ. د ریال مادرید مشهور لوبغاړي کرستیانو رونالدو د هغه د ترینرۍ بڼه او روش ستایلی دی.

د گیخون د فوټبال د ټیم پر وړاندې د ریال مادرید د پنځه د یو پر وړاندې بریالیتوب وروسته کرستیانو رونالدو ویلي دي چې د زیدان تر مشرۍ لاندې ددې اونۍ د تمرینونو نتیجه څرگنده ده او د هغې په وینا زیدان ریال مادرید ته نوې روحیه بخښلې ده.

رونالدو چې په پرونۍ لوبه کې یې دوه گولونه ووهل، د زیدان د ترینرۍ د صفت کولو په ترڅ کې وویل چې هغه فوټبال ته په بله سترگه گوري او د ریال د پخواني ترینر رافا بنیتز په پرتله لوبې ته به بل انداز ویني.

زین الدین زیدان د فټبال ورزش سره له خدای په امانۍ دمخه څوکاله د ریال مادرید د ټیم غړی او کیپتان و.
زین الدین زیدان د فټبال ورزش سره له خدای په امانۍ دمخه څوکاله د ریال مادرید د ټیم غړی او کیپتان و.

د ریال مادرید د لوبې په بڼه کې بدلون د رونالدو په وینا د مقابل ټیم په وړاندې د توپ په خپلولو کې د زیدان له ټینگار او تاکید څخه سرچینه اخلي.

په داسې حال کې چې د اسپانیا د لومړې درجې ټیمونو د سیالیو فصل نیمایي ته نژدې شوی، رونالدو هیله من دی چې ریال مادرید به ددې سیالیو تر پایه په خوښۍ او مثبت احساس سره پرمخ لاړ شي.

رونالدو ویلي دي دا چې د ریال مادرید ترینر څوک او څنگه و هغه د خپل ټیم لپاره په پوره هڅې او هاند سره لوبه کړې ده، خو زیاتوي چې زیدان ریال مادرید غښتلی کړی دی.

زین الدین زیدان الجزایري الاصله فرانسوی دی چې د اروپا او نړۍ په فوټبال کې ځانگړی مقام لري. هغه د فرانسې د لیون په ښار کې را لوی شوی او هملته یې د فټبال ورزش ته مخه کړې ده.

زیداند فوټبال له ورزش سره د خدای په امانۍ دمخه د ریال مادرید د ټیم غړی او کیپتان و. هغه د فرانسې د ملي ټیم کیپان هم و.

XS
SM
MD
LG