د لاس رسي وړ اتصالات

د سوچي د اولمپیک لوبې د امید او غټ وېاړ په څرگندولو پېل شوې


Demonstrators protest in the streets as they march for Freddie Gray to Baltimore's City Hall, in Baltimore, April 25, 2015.
Demonstrators protest in the streets as they march for Freddie Gray to Baltimore's City Hall, in Baltimore, April 25, 2015.

په ټولو لوبو کې به د سروزرو 98 مېډالونه هغو ورزشکارانو ته ورکړل شی چې په سېالېو کې شراېط پوره کاندي.

په سوچی کې د شنبی په ورځ د اولمپیک لوبی په پوره زور او شور سره پېل شولې. ټول ټال به 98 مېډالونه په دې لوبو کې ووېشل شی. د شنبی په ورځ به د سروزرو د پنځو مېډالونو لپاره تقرېبا په اوو کېلومتروفاصله کې دښځو په منځ کې د سکی ېا پروارو د ښوئېدلو سیالی وشي. دنارینه ترمنځ به سېالي په لس کېلومترو فاصله کې وشي.
د اسوشېتېد پرېس خبري اژانس لیکي چی د روسېې د ولسمشر ویلادي مېر پوټېن ېوه غټه کارنامه د جمعی په ورځ په سوچي کې د ژمي د اولمپیک دلوبو پرانېستنه ده.
په دې کې مراسمو کې د روسېې پخواني غټ کارونه وستایل شول او د ېوې شاندارې او پرتمېني اېنده لپاره هېلې څرگندې شوی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:37 0:00
مستقیمه لیکه

د نمانځنې په دغو په زړه پورې مراسمو کې د پام وړ هغه ځوان روسي ورزشکاران وو چې د سوچي په اولمپېک کې ېې شور اوځوږ جوړ کړی و او له ځان سره ېې ېو پېغام درلود.
"... دنړۍ بهترېنو ورزشکارانو !
تاسې دلته د تورسمندر غاړې ته را بلل سوي ېاست چې پر ېخ او واوره کې سېالۍ وکړئ، په داسې حال کې چې د ترهگرۍ اندېښنې هم شته دي، او دهم جنس بازانو خلاف پر زغم او تحمل هم نېوکې کېږي".
هغوی تردې پېغام وروسته په سندرو پېل وکړ. د سندرې ېو غټ ټکی دا چې موږ ته به رانه ورسېږئ.

د سوچی د لوبو پېل

د روسېې د اولمپېک ېونېفورم
د روسېې د اولمپېک ېونېفورم

د فېشت په لوبغالي کې چې لمر د قفقاز دغرونو تر شا کېناست د روسېې د تلوېزېون ستوزې ېانه شورېکووا په داسې حال کې چې ېوشمېر ننداره کوونکي په خپلو څوکېو کېناستل په ډېر لوړ اواز غږ وکړ:
"... د نړۍ مرکز ته ښه راغلاست !

خو، دامنېت اندېښنه لا موجوده ده. د امریکا د ېواېس اوسي ېو مشر چارواکی سکاټ بلکمن وايی امنېت همیشه د ورزشکارانو او د امریکا د پوره هېئت لپاره ترټولو مهمه مسله گڼل شوېده. بلکمن وویل: موږ هروخت د امریکا د بهرنېو چار و له وزارت سره په دې برخه کې نېژدې همکاري کوو. زموږ د بهرنېو چارو وزارت په خپل نوبت د ځايي امنېتی چارواکېو سره نېژدې همکاري لري چې که کوم ناڅاپي حالت منځته راشی موږ څه ډول اقدام وکړو. پردې سر بېره موږ له ډېر مخکې نه د د تمرین لپاره ډېرپلانونه لرو، په دې توگه د سوچی لوبې له نورو نه مختلفې ندي.

په راتلونکېو دوه اونېو کې به په سوچي کې په 98 ورزشي سېالېو کې چې زېاتره به ېې په کنگل او واوره کې سرته رسېږي، سېالۍ وشي. دا سېالۍ به تقرېبا د 3 زرو ورزشکارانو ترمنځ وي.
د اې پي رپوټ وايی چې تراوسه پورې په دومره لوبو کې پخوا د ژمي په ا ولمپېک کې سېالۍ نه وې شوې.
د نړۍ ېوشمېر مشران د ځېنی خاصو عواملو له ا مله سوچی ته نه ولاړل، خو د ملگرو ملتونو رئېس بانکي مون او د ېوشمېر هېوادونو مشران سوچی ته ولاړل.

دسوچی د تنظېمولو د کومېټی مشر دېمتري چرنېشېنکو د پرانېسېتنی په مراسمو کې ووېل چې په سوچی کې د لوبو داېرېدل زموږ لپاره ېو فرصت دی چې نړۍ والو ته هغه څه وښېو چې روسیه پرې وېاړي، او هغه زموږ مېلمه پالنه ده. زموږ لاسته راوړنې دي، زموږ د روسېې! په ډېرو روسانو باندی دا خبرې ډېرې ښې ولگېدلې.

د سوچی لوبې د وېلادېمیر پوټېن غټه کارنامه ده

د ښاغلی پوټین حکومت په دې توگه نړۍ ته ښودله چې روسېه د سترو نړۍ والو لوبو د تنظیم قابلېت لري.

د روسېې ولسمشر وېلادېمیر پوټین
د روسېې ولسمشر وېلادېمیر پوټین

په ټولو لوبو کې به د سروزرو 98 مېډالونه هغو ورزشکارانو ته ورکړل شی چې په سېالېو کې شراېط پوره کاندي. رپوټ وايي چې په دې کې د سرزرو 12 مېډالونه د کاناډا د وانکوور د ا ولمپېک د ژمي له سېالېو نه زېات دي.
د سوچی د اولمپېک په نوېو سېالېو کې د ښځو له خوانه د سکي ېا په واورو باندې د ښوئېدلو سیالۍ دي، ټوپ وهل، په تخته باندې په وارو ښوئېدلو چې زېاتره ېې ځوانان کوی، د سکي ازادې لوبې او ېوشمېر نورې نوې سېالۍ پکې شاملې دی.

د ښځو سکي لوبډلې

د امریکا د سکی لوبغاړې لنډسې وان
د امریکا د سکی لوبغاړې لنډسې وان

د سوچی د اولمپېک په نوېو سېالېو کې د ښځو له خوانه د سکي ېا په واورو باندې د ښوئېدلو سیالۍ دي، ټوپ وهل، په تخته باندې په وارو ښوئېدلو چې زېاتره ېې ځوانان کوی، د سکي ازادې لوبې او ېوشمېر نورې نوې سېالۍ پکې شاملې دی.

په سوچی کې تقرېبا ټول پنځه زره او پنځه سوه ورزشکاران او دهغوی د لوبډلو چارواکي شامل دی. د اولمپېک 82 کومېټی به موجودې وي چی دلوبو او نمرو څارنه او ټاکنه وکړي.

د امریکا لوبډله
د اسوشېتېد پرېس خبري اژانس لیکی په دې کې دامریکا تر ټولو زېات ورزشکاران چې شمېر ېې 230 ته رسېږي شامل دی. د روسېې ورزشکاران 225 ته رسېږی او د کاناډا ورزشکاران 220 تنه دي.
الن آشلي په امریکا کې د اولپېک د هغې کومېټی مشره چې د ورزشکارانو د لوبو څرنگوالی څاري، وايی چې دوی په نړۍ واله کچه غټه کامېابي لاسته راوړې وه او ددې ښه والی به په سوچی کې هم څرگند سي.
الن وايي دا مهمه نه ده چې موږ زېات شمېر مېډالونه وگټو او که نه. خو ېوشی چې زه درته ویلی شم هغه داد ی چې موږ ټول دلته ددې لپاره راغلي ېو چې سېالي وکړو. دلته ددې لپاره راغلي ېو چې په لوړه کچه سېالي وکړو. اوس به نو گورو چې قسمت څه کوي. خو موږ ټول سېالېو ته چمتوېو.

د امریکا جیمي انډرسن د سنوبورډنگ لوبغاړې
د امریکا جیمي انډرسن د سنوبورډنگ لوبغاړې


آلن آشلي زېاتوي چې زېاتو ورزشکارانو خپله پاملرنه خپلو تمرېنونو ته کړی او له ېوڅه کامېابېو سره راغلی دي.
هغوی له ډېر وخت راهېسي خپل ورزش کې پاتې شوېدي او ېولړ کامېابۍ هم ورپه برخه شوېدی. هغوی کولی شي چې دلته د خپل مهارت ښه او زېاته برخه داولمپېک په دې لوبو کې څرگنده کړي چې پخواېې نه وه څرگنده کړی.
دروسېې د سپورتونو رئېس سرگې دېمېدوف د روسېې د اېتار تاس اژانس له لارې امریکا غږ ته وویل چې روسان هېله من دي چې اولمپیک ته ټول راغلي مېلمانه د لوبو په تنظېموونکېو باندې د ډاډ او باور احساس وکړی.
"...موږ غواړوچې ټول مېلمانه چې د اولمپیک د لوبو لپاره راغلی دي، او ټول ورزشکاران په رېښتونې توگه خوشاله واوسي. موږ دا هېله د زړه له کومي کوو. موږ داهم غواړو چې تاسې ددې لوبو بهترین ا و غوره اړخ ته وگورئ. تاسې هغو منفی اوازو او د ټولنېزو رسنېو له خوانه د ټوېټر او فېسبوک معلوماتو ته د هوټل او کوټو د په برخه کې مه گورئ. شاوخوته وگورئ ډېر غټ او په زړه پورې شېان به ووېنئ.

دېمېدوف په پاې کې وویل چې د روسېې خبریالان او ورزشکاران ېو هم ددې اټکل نه کوي چې د سروزرو څومېډالونه به وگټی، او دا مهمه هم نده . خو دا په عامه توگه د خلکو احساس او غوښتنه وي چی ېوڅه لاسته راوړی نو که مېډال د سرو زرو وی او که د سپېنو زرو او ېا د برونزو وي، هغه ټول ددې څرگندونه کوی چی څوک په لوبوکې ښه ځلېږي.
په دغو لوبو کې به د سر زرو پنځه مېډالونه ېوازې د شنبی دورځی په لوبو کې ورکړل شی. ځکه په دغه ورځ باندې د راتلونکېو شپاړسو ورځو لپاره لوبې په پوره شور او ځوږ پېل کیږي.
نن د شنبی په ورځ به ښځې د سکی په لوبه کې د اوو کېلومترو په فاصله کې سېالی وکړی او نارینه به د لسوکېلومترو په فاصله کې د سکی سېالي وکړی. د واورې په تخته د ښوئېدلو لوبه د پنځو زرو متېرو فاصله کې ده.
XS
SM
MD
LG