د لاس رسي وړ اتصالات

دووښځو نن د سکي لوبه کې تاریخي کارنامې سرته ورسولي


ډامېنیک جیزل د سوېټزرلنډ کین اړخ ته او د سلو وېنېا ټېنا مېز ښي خواته
ډامېنیک جیزل د سوېټزرلنډ کین اړخ ته او د سلو وېنېا ټېنا مېز ښي خواته

د الپاین د سکي لوبډلې، دووښځو نن په سوچي کې چی د لوبو پنځمه ورځ ده، په خپلو لوبو تاریخي کارنامې سرته ورسولې. هغوی دواړه، د سرو زرو مېډال د گټلو لپاره په خپلو هڅو کې ېوبرابر شولې.

د سلو وینېا د هېواد ټینا مېز او د سوېټزرلېنډ دهېواد ډامېنیک جېزېن د ښځو د سکی لوبه چې په غونډېو کې مخ په ځوړه روانې وي، په ېوه دقیقه کې 41 اعشاریه 57 ثانېو کې پاېته ورسوله. د سوېټرزلینډ لاره گت دېوې ثانېی ېو ه پرلسمه برخه له هغوی نه شاته پاته وه. هغی ته د برونزو مېډال ورکړل شو.


د سوېټزرلنډ لارا گټ د سکی په لوبه کې څلورمه شوه
د سوېټزرلنډ لارا گټ د سکی په لوبه کې څلورمه شوه
دنارینه و د سکي په نورمال لوبه کې د جرمنی اېرېک فرېنزل د سر وزرو مېډال وگاټه. د جاپان اکېتو وتابې د سپېنو زرو مېډال وگاټه . او دناروې مگنس کروگ د برونزو مېډال وگاټه.
همدرانگه په سوچی کې د اولمپیک لوبو په څلورمه ورځ، د سه شنبی په ورځ د سوېس د سنوبورډنگ ېا پر ېخ باندې د ښوئېدلو په لوبه کې نور لوبغاړي په خپله ښه توره باندې متاثر کړل.

د سوېس د سنوبورډ لوبغاړي لوري پاډلاچېکوف دامریکا له لوبغاړي شان راېټ نه په ډېره ارېانوونکې توگه لوبه وگټله په دې توگه هغه ونکړی شول چې خپل درېم طلايی مېډال وگټي.
د امریکا دغه نامتو لوبغاړی تردې مخکې په همدې لوبه کې په سوچی کې د سروزرو دوه مېډالونه گټلی وو.

د جاپان لوبغاړي اېومی هېرانو او تاکوهېراکا د سپېنو زرو او برونزو مېډالونه وگټل. دامریکا لوبغاړي شان راېټ په څلورمه درجه کې راغی.
د سوچی په اولمپیک لوبو کې د کاناډا ډاره هاول او د جرمني کرینا وات بالکل بې سابقی لوبې وکړلې. ډاره هاول د ښځو په سېالېو کې په ځوړه باندې د سکی کولو په لوبه کې د سروزرو مېډال وگاټه او کرینا وات د سکی د ټوپ وهلو په لوبه کې د سروزرو مېډال وگاټه.
XS
SM
MD
LG