د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل پولیسو د ټولنیزو رسنیو "بدمعاش" نیولی


کابل پولیس وايي يوه نجلۍ چې دغه کس ځوراوله، پولیسو ته خبر ورکړ.
کابل پولیس وايي يوه نجلۍ چې دغه کس ځوراوله، پولیسو ته خبر ورکړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیساري ګام سره د یو داسې چا د نیولو خبره کوي چې، د پولیسو په ادعا د ټولنیزو رسنیو له لارې یې نجونې پېدا کولې، غولولې او بیا به یې پرې فشار راوړ چې له هغه سره واده کولو او یا نامشروع جنسي اړیکو ته غاړه کېږدي.

د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو د څانګې مشر جنرال ظاهر ظاهر په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه کس یې له څو میاشتو هلوځلو په کابل کې نیولی.

ښاغلي ظاهر وويل تورن د ګواښونو او نورو ناوړو لارو له یوې نجلۍ سره واده کړی، بله نجلۍ یې تښتولې او درېیمې ته یې هم دام اېښی و چې پولیس پرې خبر او ويې نیوه.

ښاغلي ظاهر وویل چې درېیمې نجلۍ پولیس له دغې پېښې خبر کړ.

ویل کیږي چې تورن کس به په بل نوم په ټولنیزو رسنیو کې له نجونو سره ملګرتیا پيل کړه، د نجونو عکسونه به يې واخیستل، بدل رابدل به یې کړل او بیا به یې نجونو ته ګواښونه کول که يې غوښتنې ونه مني او یا واده ورسره ونکړي، تصویرونه به یې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره او لوی سرخوږی به ورجوړ کړي.

پولیس چارواکي وايي نجونو به د خپل عزت د ساتلو لپاره له هغه سره لاره وکړه.

ښاغلي ظاهر وویل "د دې کس په تیلیفون کې د لسګونو معصومو نجونو تصویرونه شته چې غلط پلانونه یې ورته نیولي وو".

تورن جعلکار او ځان وژنه

تورن کس چې اصلي نوم یې ندی خپور شوی په کابل کې رسنیو ته هم وښودل شو. هغه ۳۰-۳۵ کلن ښکاریده خو رسنیو ته اجازه نه وه چې مخامخ له هغه سره خبرې وکړي.

پولیس چارواکي وايي هغه ظاهرآ د فیروز په نامه د یو ځوان د ځان وژنې علت هم بلل کیږي؛ فیروز څه موده مخکې د کابل ښار په پښتونستان واټ کې پر ځان تیل واړول او ځان يې وسوځوه.

د فیروز کورنۍ وايي هغه ځکه دا کار وکړ چې پر مینې یې یو چا جنسي تېری کړی و خو پولیسو ته له شکایتونو او راپور ورکولو سره سره هیچا هم د دغه کار پلټنه ونکړه.

اوس د کابل پولیس وايي د فیروز پر مینې همدغه نیول شوي تورن، جنسي تیری کړی و او هغه نجلۍ يې هم د ټولنیزو رسنیو له لارې پېدا کړې وه.

لا معلومه نه ده که په نیول شوي کس باندې لګېدلي تورونه ثابت شي، محکمه به ورته کومه سزا ورکړي.

دا په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو څخه د ناوړه ګټې اخیستلو له پلوه د یو کس د نیولو لومړنۍ پېښه بلل کیږي.

په افغانستان کې د انټرنټ له راتګ سره سم ټولنیزو رسنیو هم پراخه وده کړې او تقریبا هر انټرنټ کاروونکی په ټولنیزو رسنیو کې فعال دی، خو داسې کوم ځواک نشته چې په ټولنیزو رسنیو کې د غیر اخلاقي کارونو او دا ډول فعالیتونو مخه ونیسي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG