د لاس رسي وړ اتصالات

سریلانکا کې د حکومت ضد مظاهرې ; په ټولنیزو شبکو بندیز ولګید


پداسې حال کې چې په سریلانکا کې چارواکو د اقتصادي بحران له کبله د ولسي مظاهرو د مخنیوي لپاره په ټول هیواد کې د اوونیو په وروستیو ورځو کې د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو بندیز لګولی خو مظاهرې لا هم دوام لري.

حکومت د مظاهرو د قابو کولو لپاره په تازه اقدام کې په ټولنیزو شبکو هم بندیز ولګاوه.

د جنوبي اسیا دا هیواد د خوراکي او سونګ موادو تر څنګ د خلکو د ژوندانه د نورو ضروري اړتیاوو د سخت کمښت سره مخ دی او له بلې خوا د شیانو بیې لوړې شوې او د برېښنا خدمات هم دومره کم شوي چې خلک یې مظاهرو ته مجبور کړي.

په سریلانکا کې د ۱۹۴۸ کال راپدیخوا چې خپلواکي یې اخیستي، دومره بده اقتصادي تنګسیا نده راغلې.
د دې هیواد جمهور رئیس ګوتابایا راجاپاسکا د جمعې په ورځ په هیواد کې اضطراي حالت وروسته تر هغه اعلان کړ چې د خلکو یوې ډلې په پایتخت کولمبو کې د هغه په کور هجوم ور وړ.

حکومت همدارنګه د دوشنبې تر سهار په ټول هیواد کې د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو بندیز لګولی.

په سریلانکا کې یو خبري چینل چې د حکومت پلوي کوي ویلي چې د انټرنټ د خدماتو برابرونکو ادارو د دفاع وزارت د چارواکو په امر په هیواد کې د فیس بوک، یوټیوب، ټویتر، انسټګرام او وټس اپ خدمات بند کړیدي.

وړاندې تر دې چې دغه حکم عملي شي، یو شمیر فعالینو چې معلومه نده څوک دي په ټول هیواد کې یې د یکشنبې په ورځ د پراخو مظاهرو لپاره خلک وربللي و.

سره لدې چې حکومت د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو بندیز لګولی خو بیا هم خلکو د دې امر پروا نده کړې او د شنبې په ورځ یې په ځینو ځایونو کې وړې وړې مظاهرې کړي

XS
SM
MD
LG