د سولر امپولز ٢ په نامه د لمر په انرژۍ چلیدونکې الوتکې د نړۍ پر شاو خوا د ١٧ میاشتني سفر او ۴٢٠٠٠ زره کیلومیتره واټن تر وهلو وروسته بیرته ابو دابی ته راستنه شوه.
سولر امپولز ٢ لومړنۍ الوتکه ده چې د لمر له انرژۍ څخه په استفادې د نړۍ پر شاو خوا راوڅرخیدله.
په سویس کې ددې جوړې شوې الوتکې دوو سویسي څیړونکو اندرې بورشبرگ او برتراند پیکارت وکولای شول چې په دې کار سره د انرژۍ د نویو منابعو وړتیا په ډاگه کړه.
دغه الوتکه د ٢٠١٥ کال د مارچ په ٩ له ابو دابۍ نه والوتله او په ساعت کې د ٨٠ کیلو میتره واټن په وهلو سره یې ٥٠٠ ساعته پرواز وکړ.
د هوا د خرابۍ په نتیجه کې ددې څلور ماشینه الوتکې انجن زیانمن شو او مجبوره شوه چې د خپل ١٦ مرحله یي پرواز په ترڅ کې څو میاشتې پر ځمکه پاته شي.
دغه الوتکه د خپل سفر په ترڅ کې په عمان، هند، برما، چین، جاپان، متحده ایالاتو، اسپانیا، ایټالیا، مصر او په عربي متحده اماراتو کې تم شوی ده.
همداشان دغه په پاکې انرژۍ چلیدونکې الوتکه د امریکا په متحده ایالاتو کې په کالیفرنیا، ایروزونا، اوکلهاما، اوهایو، پنسلوانیا او نیویارک کې ښکته شوی وه.