د لاس رسي وړ اتصالات

د سومالیې پوځ وایي د الشباب ۱۸ غړي یې وژلي دي


د الشباب ډله چې د القاعده سره تړلې ده د تیرو ۱۵ کالونو راپدیخوا د سومالیې د حکومت پر ضد جنګیږي.
د الشباب ډله چې د القاعده سره تړلې ده د تیرو ۱۵ کالونو راپدیخوا د سومالیې د حکومت پر ضد جنګیږي.

د سومالیې پوځ وایي د شنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غوایي ۲) یې د هیواد په لیرې پرتې سیمې کې د الشباب د وسله والې ډلې برید په شا تمبولی او د دې ډلې لږ تر لږه ۱۸ غړي یې وژلي دي.

د پوځ جنرال محمد احمد تریدیشو امریکا غږ ته وویل چې جګړه د ماساګاوي ښارګوټي سره نږدې شوې چې د سومالیې په مرکزې برخې کې پروت دی او یوه نظامي اډه هم پکې موقعیت لري.

دې جنرال وویل چې په جګړې کې درې ملکیان هم وژل شوي چې د سیمې عنعنوي مشران و.

خو بل پلو بیا د یوسف شیخ په نامه د سیمې یو اوسیدونکي اې پي خبري اژانس ته ویلي چې د الشباب وسله والو د پوځ پدې اډې تر برید کولو وروسته وکړی شو چې وسلې د ځانه سره یوسي او پوځي موټر هم سوځولي دي.

هغه زیاته کړه، " سهار وختي و چې الشباب د پوځي اډې په ګډون ټول ښارګوټی ونیوه او حکومتي ځواکونه یې اړ کړل چې د ښارګوټي څخه ووځي".

یوسف شیخ همدرانګه وویل چې په برید کې ګڼ شمیر کسان وژل شوي هم دي خو دا یې ونه ویل چې وژل شوي کسان د الشباب وسله وال و، که عام خلک او یا حکومتي ځواکونه.

د الشباب وسله واله ډله چې ځان د القاعده شبکې پورې تړلې بولي، د څه باندې پنځلسو کالونو راپدیخوا د سومالیا د حکومتي او پدې هېواد کې د افریقايي ټولنې د میشتو سوله ساتونکو ځواکونو سره په جګړو اخته دي. دې وسله والو نه یوازې دننه په سومالیا بلکې په کینیا کې هم ترهګریز بریدونه کړي.

د استخباراتي ادارو د معلوماتو له مخې دا وسله واله ډله په سومالیا کې د پنځو نه تر ۱۰ زرو پورې غړي لري او غواړي چې پدې هیواد کې افراطي اسلامي نظام نافذ کړي.

د افریقایي اتحادیې سوله ساتي ځواکونه وخت ناوخته په سومالیې کې د دې ډلې په مرکزونو هوایي بریدونه کوي او د مهار کولو کوښښ یې کوي.

د سوله ساتونکو ځواکونو تر څنګ متحده ایالاتو هم پدې تیرو څو کالونو کې څو ځله په سومالیا کې د دې هیواد د پوځ او حکومت په ملاتړ د الشباب د وسله والو ډلو په مرکزونو هوایي بمبارۍ کړیدي.

متحده ایالاتو د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په حکومت کې د سومالیا څخه خپلی ډیری سرتیري وایستل خو اوسنیي جمهور رئیس جو بایډن د همدې روان ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت کې یو ځل بیا د دفاع وزرات یا پنټاګان په غوښتنې سومالیې ته د امریکایي ځواکونو د شمیر ډیروالی منظور کړ.

ښاغلي بایډن په سومالیې کې میشتو امریکايي ځواکونو ته دا صلاحیت هم ورکړ چې د الشباب په وسله والو هوایي بریدونه کولی شي. تر دې وړاندې امریکایي ځواکونو یوازې په هغه صورت کې هوایي بریدونه کول کله چې ملګري ځواکونو د کوم ژر پیښیدونکي خطر سره مخ و.

په سومالیا کې د متحده ایالاتو د ځواکونو کره شمیره نده معلومه خو ویل کیږي چې د ۵۰۰ په شاوخوا کې به وي چې د هغه هیواد پوځ روزي، سلا مشورې ورته ورکوي او په هوایي عملیاتو کې ورسره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG