د لاس رسي وړ اتصالات

د سومالیې پوځ د الشباب جګپوړي غړي وژلي


په سومالیه کې چارواکي وایي پوځ په نظامي عملیاتو کې د الشباب د وسله والې ډلې دوه جګپوړي غړي وژلی او په عملیاتو کې ملکي یرغمل شوي کسان هم ژغورل شویدي.

د سومالیې د پولیسو ویاند صادق عدن علي دودیشي شنبه سپټمبر ۱۰ (وږي۱۹) ویلي چې د پوځ ځانګړې قطعې د پایتخت موګادیشو څخه ۹۵ کیلو مټره لیرې په جنوب لویدیځ کې د مبارک په ښارګوټي کې د القاعده شبکې سره د تړلو وسله والو په خلاف عملیات کړي چې دغه جګپوړي قوماندانان پکې وژل شوی.

ښاغلي دودیشي ویلي چې په عملیاتو کې د الشباب مرستیال "کراب" او جګپوړی قوماندان "آو مایي" وژل شوي خو ددې کسانو د اصلي نومونو په هکله یې څه ندي ویلي.

د پولیسو دې چارواکي په خبري کنفرانس کې وویل چې د آو مایي په نامه وژل شوي قوماندان د مبارک په ښارګوټي کې د خلکو څخه په زور د پیسو اخیستو د عملیاتو مسؤل و.

په عملیاتو کې د الشباب لس غړي ټپي شوي هم دي چې یو یې د مبارک سیمې لپاره د دې ډلې مسؤل و.

د پوځ ځانګړې قطعې پدې عملیاتو کې تر لسو ډیر عام خلک هم د وسله والو څخه ژغورلي چې هغوي د پیسو په خاطر یرغمل کړي و. پولیس وایي چې په عملیاتو کې ځیني یرغمل شوي کسان هم ټپي شوي.

پولیسو په سیمه کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې د الشباب د وسله والې ډلې سرې خواخوږي او همکاري نکوي او دا یې هم ورته ویلي که څوک ددې ډلې سره د ملاتړ په شک ونیول شي، پر ضد به یې عدلي اقدام وشي.

په عین حال کې په سیمه کې مطبوعاتو او اوسیدونکو ویلي چې د سومالیې پوځ د جمعې په ورځ د الشباب په وسله والو هوایي برید هم کړی خو پوځ دا خبر ندی تائید کړی او نه یې دا ویلي چې دا هوایي برید په چا شوی.

خو د الشباب وسله والې ډلې بیا ویلي چې په هوایي برید کې لس تنه وژل شوي او شل نور ټپي شوي چې ټول یې عام خلک و.

امریکا غږ په خپلواکه توګه دغه مرګ ژوبله او هوایي برید ندی تائید کړی.

د الشاب وسله واله ډله د څه باندې پنځلسو کالونو راپدیخوا د سومالیا د حکومتي او پدې هېواد کې د افریقايي ټولنې د میشتو سوله ساتونکو ځواکونو سره په جګړو اخته دي. دې وسله والو نه یوازې دننه په سومالیا بلکې په کینیا کې هم ترهګریز بریدونه کړي.

XS
SM
MD
LG