د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ نوي فرمان امریکا ته راتلونکي مهاجر ناهیلي کړي


نوې فرمان د ایران، لیبیا، سومالیه، سوډان، سوریه او یمن پر اتباعو باندې د نوي ورځو بندیز لگوي
نوې فرمان د ایران، لیبیا، سومالیه، سوډان، سوریه او یمن پر اتباعو باندې د نوي ورځو بندیز لگوي

د امریکا د جمهور رئیس د،نالد ټرمپپ نوی فرمان د ایران،لیبیا، سومالیا،سوډان، سوریه او یمن د شپږو اسلامي ملکونو وگړي امریکا ته له راتگ څخه د نوي ورځو لپاره منع کوي، که دوي پخوا ویزې نه وي اخیستې.

دغه بندیز د ټرمپ د لومړني فرمان نه شپږ هفتې وروسته لگول کیږي چې د مارچ د میاشتې په شپاړسمه نیټه به عملي شي.

پنځه څلویښت کلن سومالیایي مهاجر احمد عمر بیهي چې د پنځو کالو راهیسې د کینیا د کاکوما په کمپ کې اوسیږي په نولسوه دوه نویم کال کې له سومالیا نه وتلی دی.

هغه چې په کینیا کې د مهاجرو په کمپ کې له اوسیدو تنگ شوی وايی ملگري یې په امریکا کې اوسیږي او ښه ژوند لري. هغه امریکا ته د تگ هیله لري خو د ښاغلي ټرمپ فرمان د هغه ددغې هیلې په وړاندې ستر خنډ دی.

پنځه ویشت کلنه مهاجره چیلیا روز هم له هغه وخت نه راپدې خوا چې د جنوبي سوډان نه را وتلي ده، د کاکوما د مهاجرو په کمپ کې اوسیږي.

هغه وایي، لا تر اوسه امریکا ته د تللو هیله لري چې د لیسانس او ماسترۍ، دواړه، شهادتنامې لاس ته راوړي او بیرته جنوبې سوډان ته راستنه شي چې خپل هیواد ته کار وکړي.

هغه چې د ښاغلي ټرمپ د مهاجرت اړوند فرمان مایوسه کړې وایي "زه ښه احساس نلرم ځکه چې ښایي دغه فرصت ترلاسه نه کړم. ما هم فکرکاوه چې ښايې بهر ته ولاړه شم او خپل خوب رښتیاکړم ."

په نیروبي کې د پوهنتون محصل عبدل لاهي وايي، امریکا ته د تگ په بندیزونو کې د سومالیا شمول ښایي د الشباب په خلاف د تروریزم ضد کوښښونو ته تاوان ورسوي راو الشباب ته د جلب او جذب ښه موقع ور په لاس شي.

د بشرې حقوقو د څارنې مؤسسې په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه فرمان به دا پیغام واستوي چې په امریکا کې د مسلمانانو هرکلې نه کیږې.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن، د کورني امنیت وزیر جان کیلې او لوي څارنوال جیف سیشنز د دوشنبې په ورځ د خبرو په ترڅ کې دغه اقدام د ملې امنیت لپاره مهم وباله.

ټیلرسن وویل، په داسې حال کې چې زموږ امنیت ته گواښونه په تدریجې توگه دوام لري، موږ هغه سیستمونه بیا ارزیابی کوو چې زموږ د هیواد د ژغورنې لپاره مهم دي.

XS
SM
MD
LG