د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د مهاجرت د بندیز په نوي فرمان کې عراق لرې شو


په نوي فرمان کې د گرین کارت لرونکي کسان امریکا ته له تگ راتگ نه دي منع شوي
په نوي فرمان کې د گرین کارت لرونکي کسان امریکا ته له تگ راتگ نه دي منع شوي

د جمهور رئیس دونالد ټرمپ په نوي فرمان کې شپږ اکثریت میشته مسلمان هیوادونه په نښه شوي دي.

د مهاجرت اړوند په نوي فرمان کې د گرین کارت لرونکي کسان امریکا ته له تگ راتگ نه دي منع شوي.

په نوي فرمان کې عراق د بندیزونو له لیست نه ایستل شوی دی. عراق هغه هیواد دی چې لا هم په کې په سلگونو امریکایي نظامیان د داعش پر ضد عملیاتو کې د عراقي ځواکونو مرسته کوي. همدغه راز په زرگونو عراقیانو د امریکایي ځواکونو سره د ترجمانانو او مشاورینو په توگه دندې ترسره کړي دي.

جمهور رئیس دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ د مهاجرت په اړوند د خپل مخکني اجرایي فرمان اصلاح شوی متن لاس لیک کړ. په مخکني جنجالي فرمان کې د عراق په گډون د اوو اکثریت میشته مسلمانو هیوادونو وگړي امریکا ته له ننوتلو منع شوي وو.

په نوي فرمان کې د ایران، لیبیا، سوریې، سومالیا او سوډان وگړي امریکا ته له راتگ منع کړای شوي دي. دا فرمان د ٩٠ ورځو لپاره نافذ دی او د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هکبي ساندرز وویل چې دا فرمان به د مارچ په ١٦ اجرایي بڼه خپله کړي.

د مخکني فرمان په پرتله ددې فرمان یو توپیر دادی چې د هغې د پلي کیدو لپاره نیټه ټاکل شوې ده. دغه نوی فرمان په امریکا کې د قانوني اوسیدونکو وگړو پر تگ راتگ باندې تاثیر نه لري په داسې حال کې چې مخکني فرمان هغه کسان چې گرین کارت او یا باوري ویزې درلودې او د اوو ذکر شویو هیوادونو وگړي وو امریکا ته د راتگ اجازه نه درلوده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، د جمهور رئیس ټرمپ له لورې د فرمان له لاس لیک وروسته خبریالانو ته وویل چې د جمهور رئیس ټرمپ هدف دادی چې ترهگر امریکا ته رانه شي.

د امریکا د متحده ایالاتو لوی څارنوال جف سسشنز، ددې فرمان د لاس لیک په مراسمو کې خبریالانو ته وویل "د هر بل هیواد په توگه متحده ایالات حق لري چې خپلې خاورې ته د افرادو په راتگ کنترول ولري او هغه کسان چې مونږ ته ضرز رسوي ددې خاورې نه لرې وساتي".

د ښاغلي ټرمپ نوی فرمان د سمدستي غبرگون سره مخامخ شوی. د فرمان له لاس لیک نه څو ساعته وروسته د نیویارک د ایالت څارنوال ایریک شنایدرمن، په پخپل تویتر کې لیکلي دي چې محکمې ته د جمهور رئیس ټرمپ د ادارې کش کولو ته تیار دی. هغه په بل تویتر کې لیکلي دي چې په نوي فرمان کې اوس هم د مسلمانانو په وړاندې د تبعیض انگیزه لیدل کیږي.

د جمهور رئیس مخکنی فرمان د محکمو له لورې رد شوی و او زیات غبرگونونه یې پارولي وو. د امریکا په گوټ گوټ کې د هغې په وړاندې پراخې مظاهرې هم شوی وې.

XS
SM
MD
LG