د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې ځینې خلک لا هم د واکسین په اهمیت نه پوهیږي


پکتیکا ولایت د مرکز ښرني اوسیدونکی شهباز وایي، دی یوازي د پولیو واکسین له نوم سره آشنا دی، ولې په دې نه پوهیږي، چې د پولیو واکسین د ماشوم په روغتیا کې څه رول لري.

شهباز زیاتوي، چې په هره میاشت کې خپلو دریو ماشومانو ته واکسین تطبیقوي، خو هیچا هم ورته د پولیو او نه هم د پولیو ضد واکسین په اړه معلومات ورکړي.

هغه وایي "مونږ په دې نه پوهیږو چې واکسین ماشومانو ته څه ګټه لري، خو خپلو دریو ماشومانو ته واکسین ورکوو، نه يي چا پوښتنه کړې او نه هم چا مونږ ته د واکسین د ګټو په اړه څه ویلي".

په پکتيکا کې د عامې روغتیا وزارت د صحي برخې د ایمرجنسي څانګې مسؤل محمد نور د پولیو ضد واکسین په اړه د خلکو ناخبري او د معلوماتو نه درلودل د اندېښنې وړ بولي.

نوموړي امریکا غږ آشنا راډیو ته وويل، که څه هم د هر کمپاین څخه مخکې ټولو رضاکارانو ته سپارښتنه کوي، چې هر کور ته د پولیو واکسین څخه د خبراوي په موخه پیغام ورسوي، خو ځینې رضاکاران په خپل کار کې ناغېړي کوي او د کار ژر خلاصېدو په خاطر له پیغام رسولو څخه ډډه کوي.

هغه وایي "دا چې زمونږ کارمندان په کلیو او بانډو کې کورنیو ته د واکسین په اړه معلومات نه ورکوي، یا که یي ورکوي خو ډېر کم دی، مونږ په دې قانع یو او زمونږ ضعف دی".

محمد نور همدا راز وايي، چې کورنیو ته د پولیو واکسین اړوند پیغام رسولو لړۍ به، له دې وروسته تر جدي تعقیب لاندي ونیسي.

بل لور د پکتیکا ولایت د عامه پوهاوي مسؤل عبدالولي بیا د رضاکارانو پر کاري غفلت سربېره د خلکو د سواد د کچې ټیټوالی او له روغتیايي ګرځنده ټيمونو سره د خلکو نه همکاري هغه لاملونه ګڼي، چې له کبله يې ځینې خلک لا هم د پولیو واکسین په اړه لازم معلومات نه لري.

نوموړی وايي "لږ مشکل زمونږ د رضاکارانو بې غوري ده چې پیغام په سم شکل کورنیو ته نه رسوي خو زیات مشکل زمونږ په جامعه کې ده چې په کورنو کې نارینه نه وي، او د سواد کچه دومره لوړه نه ده چې د کورنۍ هر غړی دې پیغام ولولي".

د پکتیکا ولایت له اتلسو ولسوالیو څخه یوازې په برمل ولسوالۍ کې د عامه پوهاوي پروګرام پلی کیږي، خو روغتیايي مسؤلین وايي، په دېولسوالۍ کې لا هم زیات شمیر وزیرستاني ګډوال شته ،چې نه غواړي خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي.

XS
SM
MD
LG