د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې ځینې ملایان د پولیو له واکسین سره مخالفت کوي


فراه ولایت کې د پولیو یو شمیر واکسیناتوران وايي، د دې ولایت په نا امنه ولسوالی کې، ځینې ملایان د پولیو واکسین حرام ګني.

که څه هم د عربستان په ګډون د نړۍ په دیرۍ اسلامي هیوادونو کې، لویو دیني عالمانو د فتوا په صادرولو سره، د پولیو واکسین د اسلام له نظره حلال ګڼلئ، خو دلته په فراه ولایت کې لا تراوسه هم داسې ملایان شته، چې د پولیو له واکسین سره مخالف دي.

غلام سخې هغه واکسیناتور دی، چې د واکسین په هر کمپاین کېد فراه ولایت ولسوالیو ته ځي او ماشومان واکسینوي.

د غلام سخي پر وینا، ددې ولایت په نا امنه ولسوالی کې، ځینې ملایان د پولیو واکسین حرام ګني او عامو خلکوته تبلیغ کوي، چې خپلو ماشومانو ته د واکسین په ورکولو ګنهګاریږي.

هغه وایي "ددې ولایت ګلستان ولسوالۍ د کوهستاناتو په سیمه کې، د یو تن دیني عالم سره مخ شوم، هغه سره مې د پولیو واکسین په اړه بحث وکړ، خو هغه خپله راته ویل چې د پولیو واکسین نور زموږ کلیو ته مه راوړه او خلکو ته به هم ووایم، چې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورنکړي ځکه دا داسلام له نظره حرام دی."

خو په دې ولایت کې بیازیات شمېر دیني عالمان، د پولیو واکسین د اسلام له نظره حلال ګني.

د فراه ولایت یو تن لوی دیني عالم ملا حبیب الله اخوند وایي، که چیرې طبابت په اسلام کې وڅیړل شي، نو په ډاګه به شي، چې د پولیو واکسین د انسان درملنه ده او پاک خدای خپلو بنده ګانو ته د هر ډول ناروغۍ پر وړاندې د درملني امر کړیدی.

هغه وایي "زما نوم ملا حبیب الله اخوند دی، واکسین د اسلام له نظره حلال او ډیر ګټور دی، ځکه په اسلام کې د لومړني ځل لپاره لویی فرښتي حضرت جبرائیل علیه السلام طبابت او درلمنه کړیده، او وروسته د اسلام ستر پیغبر حضرت محمد ( ص ) خپله درملنه کړیده. نو د اسلام له پلوه واکسین او درملنه هیڅ کومه ستونزه نلري."

په فراه ولایت کې ملا حمیدالله بل هغه دیني عالم دی، چې د نارغیو درملنه د اسلام له پلوه فرض ګڼي او په وینا یي ګوزن چې ډیره خطرناکه ناروغې ده، د مخنیوي په موخه یي ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول فرض عین دی.

هغه وایي "زه ملا حمیدالله یم، غواړم چې ټول فراهیوال د ځان او خپل بچیو درملنه وکړي، واکسین هم په اسلام او شریعت کې جواز لري، که کوم څوک وایي چې واکسین د اسلام له نظره جواز نلري، نو دا خبره بی ځایه ده، بلکې په اسلام کې جواز لري، او ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول فرض عین دی. "

ډاکټران وایي، په پولیو واکسین کې ټول کارول شوي توکي هم حلال دي، او داسې مواد له ځانه سره نلري، چې د اسلام له پلوه حلال نه اوسي، او یا هم د روغتیا لپاره کوم جانبې عوارض ولري.

XS
SM
MD
LG