د لاس رسي وړ اتصالات

د ماریوپول د فولادو کارخانې څخه ځیني اوکرایني سرتیري ووتل


په اوکراین کې چارواکي وایي څه باندې ۲۶۰ سرتیري چې د ماریوپول په ښار کې د ازوفستال د فولادو په کارخانې کې کلا بند وو، ایستل شویدي.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې آنا مالیار دوشنبه مې ۱۶ (غوایي۲۶) ویلي چې د کارخانې څخه ۵۳ سرتیري چې ډیر ټپي شوي وو، د ماریوپول ختیځ کې د نووازوفسک سیمې یو روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شویدي چې کنټرول یې د روسي عسکرو او هغو بیلتون غوښتونکو په لاس کې دی چې روسیه یې ملاتړ کوي.

میرمن مالیار همدرانګه ویلي چې ۲۱۱ نور جنګیالي د اولنیفکا سیمې ته وړل شوي چې هغه هم د روسیې د ملاتړ څخه د برخمنو بیلتون غوښتونکو په لاس کې ده.

د اوکراین دې جګپوړې نظامي چارواکې ویلي چې د کارخانې څخه ایستل شوي سرتیري به ممکن د روسیې سره د بندیانو د تبادلې یوه موضوع وي.

د اوکراین جمهور رئس ولادمیر زیلینسکي هم ملت ته په ویډیویي وینا کې د ماریوپول څخه د اوکرایني سرتیرو د ایستل کیدو په هکله معلومات ورکړل.

ښاغلي زیلینسکي وویل، "غواړم ټینګار وکړم چې اوکراین اړتیا لري چې اوکرایني اتلان ژوندي وي. دا زمونږ اصول دي او زه فکر کوم چې هر شخص به دا ټکي درک کړي. د ماریوپول د مدافعینو د ژغورنې عملیات زمونږ پوځ او استخباراتي افسرانو پیل کړي و چې دا هلکان بیرته کور ته ستانه شي. کار لا روان دی او دا کار نزاکت او وخت ته اړتیا لري".

په ماریوپول کې د فولادو په کارخانې کې د اوکرایني سرتیرو دا مقاومت د روسیې د یرغل په مقابل کې د دفاع په سمبول بدل شوی او دا کارخانه ددې ښار څخه د دفاع په وروستي مرچل بدله شوې وه.

په کارخانې کې لا هم ځیني سرتیري او جنګیالي پاتې دي. د اوکراین د دفاع وزارت مرستیاله وایي چې په کارخانې کې د پاتې سرتیرو د ژغورنې لپاره هڅې روانې دي.

هغې وویل، " د ماریوپول د مدافعینو څخه مننه چې د هغوي له برکته اوکراین ډیر مهم او حیاتي وخت تر لاسه کړ. هغوي خپل کار بشپړ کړ خو دا امکان نلري چې د ازوفستال کارخانه په نظامي لارو چارو د کلابندۍ څخه خلاصه شي"

XS
SM
MD
LG