د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ پر سر اختلاف؛ زوی د پلار مقابل کې انتخاباتو ته ولاړ دی


زوی او پلار د جمهور رئیس ټرمپ په هکله اختلافات لري او د یو بل په مقابل کې ولاړ دي.
زوی او پلار د جمهور رئیس ټرمپ په هکله اختلافات لري او د یو بل په مقابل کې ولاړ دي.

پلار ۴۷ کلن او زوی یې ۲۲ کلن دی. د دواړو نومونه هم یو شان دي. پلار مشر ډیوډ کیوروا او زوی یې کشر ډیوډ کوروا نومیږي. په یو کور کې اوسیږي او دواړو یې د امریکا د روډ آیلنډ ایالت د استازو مجلس یوې څوکۍ ته ځانونه کاندید کړیدي.

د استازو د مجلس دا څوکۍ اوس د دیموکرتانو سره ده خو دا زوی او پلار بیا دواړه جمهوري غوښتونکي دي. مشر کیوروا د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید دی خو کشر کیوروا بیا خپلواک کاندید دی.

زوی ویلي دي " خوښ یم چې د انتخاباتو په بحثونو کې د خپل پلار سره مخ یم"

هغه همدارنګه ویلي دي که ځوانان په سیاست کې خپله ونډه زیاته نکړي، حالات نه بدلیږي.

د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې هم دا کورنۍ ویشل شوې وه. د کورنۍ پلار او مور د جمهوري غوښتونکي ګوند د کاندید ډونالډ ټرمپ پلوي کوله او رایه یې هم ورته ورکړې وه خو د کورنۍ نورو ټولو غړیو یې بیا د دیموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن ته رایه ورکړې وه.

پلار یې هم ویلي دي هیله لري په انتخاباتو کې یې زوی ماتې ورکړي. تر اوسه نده معلومه چې د دې کورنۍ مور به خپل زوی او که خاوند ته رایه ورکړي.

XS
SM
MD
LG