د لاس رسي وړ اتصالات

په غزه کې د اسرائيل د جګړې د کابینې د یو وزیر زوی وژل شوی


د اکتوبر په اوومې نېټې په اسرائیل باندې د حماس له بریدونو وروسته جګړه پیل شوې
د اکتوبر په اوومې نېټې په اسرائیل باندې د حماس له بریدونو وروسته جګړه پیل شوې

د اسرائيل د ملي وحدت ګوند مشر بیني ګانتز د غزې په جګړې کې د اسرائیل د اضطراري کابینې د یو وزیر ګادي ایزنکوت د زوی ګال میر ایزنکوت د وژل کېدو خبر تائید کړی دی.

ایزنکوت او ګانتز د اسرائيل د پوځ دوه مخکني لوی درستیزان وو چې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې د حماس له بریدونو وروسته د خپل هېواد د جګړې د کابینې غړي شول.

د اسرائيل پوځ د پنجشنبې په ورځ ډسمبر اوومه (لیندۍ ۱۶) وویل چې د غزې په تړانګه کې یې د احتیاطي ځواکونو دوه غړي وژل شوي. په دوی کې یې یو د ګادي ایزنکوت ۲۴ کلن زوی ګال میر ایزنکوت دی.

د اسرائیل ټایمز د راپور په اساس، ایزنکوت د ګانتز سره د اسرائيل د جنوبي قومندانۍ په لیدو بوخت و چې د زوی د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

ګال ازینګوت په غزې کې په یو تونل کې د ننه په یوې چاودنې کې وژل شوی دی. هغه په اسرائیل کې روغتون ته هم انتقال شو خو د ژورو ټپونو له کبله مړ شو.

په دغې پېښې کې د اسرائيل دویم وژل شوی سرتېری جانتن ډیویډ نومېږي، چې ۳۴ کلن دی. د دغو دوو عسکرو په وژل کېدو سره په غزې کې د اسرائيل د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهېسې د دغه هېواد د وژل شویو سرتېرو شمېر ۸۹ ته ورسېده.

راپورونه وايي چې د غزې په جنوب کې جګړه زیاته شوې ده. د حماس ډلې د اکتوبر په اوومې نېټې په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، چې د مقاماتو په خبره ۱۲۰۰ اسرائيلیان یې ووژل او ۲۴۰ تنه نور یې یرغمل کړل. یو شمېر یرغمل شوي، د اوه ورځني اوربند په ترڅ کې خوشې شول.

په غزه کې د حماس تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۱۷۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG