د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په یمن حوثي یاغیانو ته پرمختللې وسلې استوي


څیړونکي وایي په یمن کې جگړه د سعودي عربستان او ایران ترمنځ په سوریه کې نیابتي جگړې یوه برخه ده
څیړونکي وایي په یمن کې جگړه د سعودي عربستان او ایران ترمنځ په سوریه کې نیابتي جگړې یوه برخه ده

د یمن حوثي یاغیانو ته د ایران له لورې د پرمختللو وسلو استول چې په نړیواله کچه د پیژندل شوي حکومت په وړاندې جنگیږي، ښایي د حوثي یاغیانو په گټه د قواو انډول بدل کاندي.

د یمن په کورنۍ جگړه کې، د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د یمن د تبعیت شوي جمهور رئیس عبدربه منصور هادي ملاتړ کوي او ایران د حوثي یاغیانو.

د یو شمیر څیړونکو په اند په یمن کې جگړه د سعودي عربستان او ایران ترمنځ په سوریه کې نیابتي جگړې یوه برخه ده.

یوې منبع چې نه یې غوښتل نوم یاد شي د روستیرز خبري اژانس ته ویلي دي چې په دې وروستیو میاشتو کې، د یمن په لانجه کې فعاله رول ته مخه کړې او عصري او پرمختللي تجهیزات یې څوثي یاغیانو ته برابر کړي دي.

په دې ترڅ کې د ایران یو لوړپوړي مقام ویلي دي چې د سپاه پاسداران ایران بهرنۍ څانگې مربوط د قدس قواو قوماندان جنرال قاسم سلیماني تیره میاشت د ایران د اسلامي جمهوریت مقاماتو ته ویلي داسې لارې چارې دې ولټول شي چې حوثي یاغیان "قدرت" ورسیږي.

دغه ایراني مقام ویلي دي چې په دې غونډه کې پریکړه وشوه چې زده کړو، وسلو او زیاتو مالي منابعو په گډون حوثي یاغیانو ته د مرستو اندازه دې زیاته کړای شي.

ددغه مقام په وینا چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي " اصلي نیابتي جگړه په یمن کې روانه ده او په یمن کې د جگړې گِل به په منځني ختیځ کې د قواو انډول تعریف کړي."

سعودي عربستان ادعا کوي چې ایران حوثي یاغیانو سره مالي او پوځي کمک کوي، خو ایران دغه ادعا ردوي.

خو د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي یاغیانو پر وړاندې د جنگ د ایتلاف ویاند جنرال احمد اسیري د رویترز خبري اژانس ته ویلي دي چې دوی دقیق معلومات ترلاسه کړي چې ایران د مختلفو لارو چارو څخه وسلې حوثي یاغیانو ته په قاچاق استوي.

په یمن کې د ایران اقدامات په تهران کې د افراطیانو د مخ په ودې نفوذ ښکارندوي دي چې په هغه هیواد کې د واک د نیولو هڅه کوي او په عین حال کې د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ پر وړاندې د تندو پالیسیو غوښتونکي دي.

په یمن کې د ایران اقدامات د منځني ختیځ د هیوادونو د اندیښنې سبب شوي او اکثرو هغو هیوادونو چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف کې دخیل دي له ایران غوښتي چې په کلي توگه یمن او سیمې ته د وسلو لیږل ودروي.

XS
SM
MD
LG