د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جنوبي حوزې د مرکزي حکومت څخه د بودیجې غوښتنه کړې


دجنوبي حوزې ولايانو له مرکزي ادارې څخه دانکشافي بوديجي دزياتوالي غوښتنه وکړه. دماليې وزير بياوايي چي يوازي اروزګان ته یې راروان کال د۱۶ ميليونه ډالرو په ارزښت پرمختيایي بوديجه پلان کړې اوپه همدې ترتیب د زابل ،دايکندی ،اونورو ولايتونولپاره هم انکشافي پلانونه لري .

د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې دجنوب د پنځو ولايتونو دواليانو په ګډه غونډه کې ،د۱۴ وزارتونواستازو ،په افغانستان کې دهالنډاواسټراليادسفيرانواو د سولي دعالي شورا د دارالنشا مشر برخه درلوده .

په لږاندازه انکشافي بوديجه اودهغې ځنډ اودولايتونوپرځای په وزارتونوکې دپرمختيايي کارونوقرارداد دولايانوله لوري د بحث دوه عمده ټکي وو .

د غونډي عمومي بهیر ته د ناڅرګندو دلايلوله کبله خبريالان پرېنښودل شول ، خودماليې وزيرعمرزاخيل وال وايي چي دجنوبي حوزې په کچه دثبات اوهمږغۍ ترعنوان لاندې پدې غونډه کې امنيت ،ښه حکومتداري ،انکشافي چارې اودسولې دپروسې تطبيق اساسي ټکي وو. ده زياته کړل چي دجنوبي حوزې د ولاياتو ستونزې يو ډول دي اوامنيت يې هم ديوبل په امنیت کې نغښتی دی .،، ددې ولاياتومسايل له يوبل سره تړلي دي اوموږ له والي صاحبانوڅخه زيات څه واوريدل، موږبه هڅه وکړو چي څنګه له مرکزڅه ولاياتوته صلاحيتونه راانتقال کړو په خاص ډول د رغنيزو پروژو اوتدارکاتو بوديجه ، انشالله راتلونکې کال به ددې حوزې لپاره موږ ښه پروګروګرامونه ولرو ، داروزګان لپاره د۱۶ ميليونه ډالرو په ارزښت دغه راز دزابل ،دايکندي ،کندهاراوهلمندلپاره هم پرمختيايي پروژې لرو ،،.

دسولي دبهيرلپاره دزياتوامکاناتوبرابرول دارزوګان دحوزوي غونډي بله اساسي موضوع وه .
د سولې دعالي شورا ددارالانشاء رييس محمد معصوم ستانکزي وويل چې د سولې پروسې ته بايد سمبوليکه بڼه ورنکړل شي او دا چي دوي غواړي چې په سياسي او اقتصادي لحاظ دسولي پروسه بريالۍ کړي .

ستانګزي زياته کړه چي د سولې د پروسې د برياليتوب په موخه یې تر ډېره ددولت د وسلوالو مخالفينو غوښتنې منلې دي . ،،هرپلوځينې کسان وايي چې که نړيوال ووتل نوربه پدې ملک کې هيڅوک هم نه وي خوحقيقت داسی ندی ،موږنن ډيرښه بحثونه واوريدل له هغې نيټې چي دواک پروسه عملي شوې په امنيت کې بهبود راغلی اودبهرنيانوپرځای خپل افغانی قواووي دافغانانوامنيت ساتي ،، .

ستانګزي تر۲۰۱۴ کال وروسته دافغانستان دراتلونکې په هکله وویل دځينواشخاصودناسموتحليلونوله کبله ديادي نېټې رارسيدوته زيات کسان په اندېښنه کې شوي ،خوپه په حقيقت کې داهرڅه بل ډول دي . ده وويل چي داروزګان له غونډی څخه جوته شول چي په جنوبي ولاياتوکې دواک ترانتقال وروسته په امنيت کې ښه والی راغلی اوپرخپل ځان دافغانانودمتکي کيدو لپاره يې هيلي زياتي شوي .،، دطالبانوڅوغوښتنې وې يوه پکښی داوه چي نړیوال دي له افغانسان څخه ووځي ،موږهغه ديوه مهال وېش له مخې ترتیب کړل چی آهسته آهسته به نړیوال له افغانستان څخه ځي اوخپل ځای به افغان ځواکونوته سپاري ، بله غوښتنه يې دا وه چي ادرس ندی معلوم موږچيري خبري وکړو ، نن تاسي وینی چی هغوی دافغانانوپرځای په خارج کې له بهرنیانوسره خبري کوي ، موږنه غواړو دسولي پروسه سمبوليکه وي ،موږغواړو چي په سياسي اواقتصادي لحاظ دې ته پیاوړتياورکړو،،.

دجنوبي حوزې لپاره داروزګان په غونډه کې د۱۴ ماده ييزه پريکړه ليک له لاري دجنوب سيمه ييزو چازواکو ، د امنیت د لیږد د بهیر ترسره کیدو ته په کتو د امنیتي ځواکونو د تشکیل د زیاتوالي او تجهیز، د کوچینیو پروژو پرځای د بنسټیزو پروژو پلې کیدل اود عدليي او قضایي ارګانونود پیاوړتیا غوښتنه وکړه .
XS
SM
MD
LG