د ارام سمندر په لویدیځ کې، جنوبي چین سمندرګی د شمال ختیځې اسیا، چین، جنوب ختیځې اسیا او لویدیځو هېوادونو ترمنځ یوه مهمه سوداګریزه لار جوړوي.
د نړۍ نږدې ۱/۳ برخه د اوبو له لارې سوداګري له جنوبی چین سمندر څخه تیریږي. په دغه سیمه کې د چین نفوذ د سیمې د ځینو هېوادونو د ناخوښۍ لامل شوی دی او متحده ایالتونه په دغو اوبو کې د تګ راتګ د نړیوال حق په خوندیتوب باندې ټینګار کوي.
ددغه ۳.۵ میلیون کیلومتر مربع په مساحت پراخو اوبو شمال لور ته چین او د تایوان خپلواک ټاپو، لویدیځ ته ویتنام، ختیځ ته فلیپین، او جنوب ته مالیزیا او برونای هېوادونه پراته دي.
د جنوبي چین سمندر له لارې تیرېدونکي سوداګریز مالونه په اوسط ډول د کاله ۵.۳ ټریلیون ډالر تخمین کیږي چې دا د سمندر له لارې د نړیوال تجارت دریمه برخه او د ټولې نړۍ د مجموعي سوداګرۍ ۲۲ فیصده جوړوي.
د نړۍ ۴۰ فیصده نفت او د نفتو اړوند نور سوداګریز توکي هم له دغو اوبو تیریږي. په دې برسېره، د چین ۶۵ سلنه او د جاپان ۴۲ سلنه سوداګري له همدې لارې کیږي او د سیمې د لږ تر لږه ۱۰ هېوادونو اقتصادي بنسټ په دغو اوبو پورې تړلی دی.
د امریکا د انرژۍ د معلوماتو د ادارې د شمېرو له مخې، د چین او جاپان برسېره د متحدو ایالتونو جرمني، هند، بریتانیا ډیر سوداګریز توکي له دې لارې تیریږي.
د نړۍ د سوداګرۍ لپاره ددې لارې ارزښت ته په کتو، متحده ایالات ټینګار کوي چې په جنوبي چین سمندر کې د ازاد تګ راتګ لپاره د ټولو هېوادونو حق ته درناوی وشي. متحده ایالات همدارنګه په دغه سیمه باندې د چین او نورو د «خاص تسلط» د ادعا مخالفت کوي. د امریکا سمندري ځواکونه د نړیوالو قوانینو سره سم د په دې سیمه کې د ازاد تګ راتګ د حق د ساتلو دپاره عملیات کوي.
د جنوبي چین سمندرګي لاندې د پراخو طبیعي منابعو د شتون اټکل شوی چې ددې سیمې ستراتیژیک ارزښت یې نور هم زیات کړی دی. د امریکا جیولوژیکي سروې ادارې په جنوبي چین سمندر کې د نفتو اندازه ۱۲ میلیارد بیرل او د مایع ګازو اندازه ۱۶۰ ټریلیون فټه مکعب تخمین کړې ده چې تراوسه ندي سپړل شوي.
د پاراسل او سپارټلي ټاپوګانو برسېره په جنوبي چین سمندر کې شاوخوا ۲۰۰ داسې ټاپوګان شته چې په زیاترو یې انسانان نه اوسیږي خو د طبیعي منابعو او ستراتیژیک موقعیت درلودلو له کبله مهم ګڼل کیږي.
چین د سیمې له نورو هېوادونو سره د جنوبي چین سمندر د منابعو او ټاپوګانو د ملکیت پر سر دعوه لري.
د سمندر د قانون په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون (UNCLOS) له مخې، د یو ساحلي هیواد د ځمکنۍ پولې ترڅنګ ۱۲ سمندري میله اوبه د هغه هېواد د حریم برخه ده. ملګرو ملتونو په ۱۹۸۲ کال کې د ساحلي هېوادونو سره په متصلو اوبو کې ددغه هېوادونو اړوند ځانګړی اقتصادي زون (EEZ) تعریف کړی دی.
د سمندر د قانون په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون له مخې: «د هر ساحلي هېواد ځانګړی اقتصادي زون یوه سمندري سیمه ده چې له ساحل څخه تر ۲۰۰ میله (۳۷۰ کیلومتره) په اوبو کې غځېدلې ده. د دې زون دننه، دغه هېواد د مصنوعي ټاپوګانو او چاپیریال ساتنې د واک سره سره په اوبو او ټاپوګانو کې د طبیعي سرچینو د سپړلو، ساتنې او مدیریت خپلواک حقونه لري.»
له چین پرته د نړۍ ټول هېوادونه د ملګرو ملتونو ددغه کنوانسیون درناوی کوي. خو بیجینګ د خپل «۹ خطونو» نقشې له مخې د جنوبي چین سمندر ټوله سیمه په تاریخي لحاظ خپل حق بولي. د چین سمندري ځواکونه د بیجینګ د ادعا له مخې ددغه حق د خوندي ساتلو لپاره په جنوبي چین سمندر کې ګزمې کوي.
راپورونه وايي چې چین په وروستیو کلونو کې د جنوبي چین سمندر په ټاپوګانو کې په زیاتېدونکي ډول پوځي اډې پرانیزي او سمندري ځواکونه یې د سیمې د نورو هېوادونو د بیړیو په وړاندې له زور څخه کار اخلي.
د چین دغه سیاست د فیلپین، ویتنام، مالیزیا، اندونیزیا او اسیان ټولنې د نورو غړو هېوادونو د نارضایتۍ لامل شوی دی. ځینې دغه هېوادونه ادعا کوي چې په جنوبي چین سمندر باندې د بیجینګ د بشپړ مالکیت دعوا د دوی حریم او په دغو اوبو کې د دوی حق تر پښو لاندې کوي.
په سیمه کې د چین او د تایوان د خپلواک ټاپو مسئله هم د بیجینګ او واشنګټن پر اړیکو اغیز لري. د متحدو ایالاتو د «د یو چین پالیسي» چین د یوازني قانوني حکومت په توګه پیژني پداسې حال کې چې واشنګټن له تایوان سره غیررسمي ټینګې اړیکې پالي. متحده ایالات د تایوان سره د ځان د دفاع د وړتیا لرلو په برخه کې همکاري لري او له چین سره ددغه خپلواک ټاپو د ستونزو په سوله ایز حل ټینګار کوي.
د تایوان ولسمشر، لای چینګ ټي، له هغو هېوادونو مننه کړې ده چې د تایوان ملاتړ کوي.
هغه وویل: «زه غواړم له متحده ایالاتو څخه مننه وکړم چې زموږ سره یې د دفاعي وړتیاو د پیاوړتیا په برخه کې مرسته کړې، چې دا د امنیت په وړاندې د دوی نه کمیدونکي ژمنتیا یوه برخه ده.»
د تایوان ولسمشر چې د ویډیو پیغام له لارې یې د ډنمارک په پایتخت کوپنهاګن کې د ډیموکراسۍ په اړه غونډې ته خبرې کولې، له جاپان، فیلپین، استرالیا او په هند-پاسفیک سیمه کې له خپلو نورو شریکانو مننه وکړه چې د تایوان د تنګي په اوږدو کې یې د سولې پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د اسیان د ټولنې غړي هېوادونه د پاراسل او سپارټلي ټاپوګانو په ګډون د جنوبي چین سمندر ځینې برخې او په شاوخوا اوبو کې طبیعي زیرمې خپل حق بولي.
اسیان ټولنې په سیمه کې د مخ په زیاتیدونکو خطرونو په ځواب کې او د سیمه ایز امنیت د ښه کولو لپاره په فیلیپین کې د سمندري چارو د همغږۍ یو مرکز پرانیستی، چې موخه یې د همکارۍ پیاوړتیا او په سمندر کې د سوداګریزو مالونو د خوندي تګ راتګ یقیني کول دي.
د متحده ایالتونو وسله وال ځواکونه د فیلپین له ځواکونو سره په ګډه په سیمه کې کلني پوځي تمرینونه کوي. په وروستیو تمرینونو کې، استرالیا، جاپان او د سیمې د ځینو نورو هېوادنو ځواکونو هم ګډون کړی و.
د سیمې د امنیت لپاره فیلیپین همدارنګه د جاپان په څیر شریکانو سره امنیتي اړیکې او دوه اړخیزه همکاري پراخوي.
د فلیپین د بهرنیو چارو وزیرې تیریسا لزارو د جاپان له لورې سره د همکاریو د یو تړون له لاسلیک کولو وروسته وویل چې دواړه هېوادونه غواړي د نړیوالو قوانینو له مخې د سیمه ایزو شخړو سوله ایز حل ممکن کړي.
مېرمن لزارو وویل: «په سمندري چارو کې په ځانګړې توګه په جنوبي چین سمندر کې، د ازاد تګ راتګ او الوتنو دپاره، موږ دواړه [هېوادونه] د قانون حاکمیت ته د درناوي ملاتړ کوو.»
د متحدو ایالتونو او چین په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې نړیوال اقتصادي امنیت د اجنډا برخه ده او تمه کیږي چې د جنوبي چین سمندر په برخه کې موجودو ستونزو هم بحث وشي.
فورم \ دبحث خونه