د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوبي کوریا کې اور لگیدنې ۴١ کسان ووژل


د جنوبي کوریا په یو روغتون کې د اور لگیدو له امله لږ تر لږه ۴١ کسان وژل شوي او څه دپاسه ٧٠ تنه نور ټپیان شوي دي.

مقاماتو ویلي چې د لسو تنو ټپیانو وضعیت خورا بد دی.

د اور وژنې عملیې ویلي چې اور د جمعې په ورځ سهار وختي د جنوبي کوریا د مرکز سیول په ٣٠٠ کیلومیترۍ کې د سي جونگ په روغتون کې لگیدلی دی.

د رپوټونو له مخې د اورلگیدنې پر وخت شاوخوا ٢٠٠ ناروغان په روغتون کې وو. د جنوبي کوریا مقاماتو ویلي چې ٩۴ مریضان پرته له دې تاوان ورته ورسیږي امن ځای ته انتقال او ژغورل شوي دي.

د جنوبي کوریا جمهور رئیس مون جائه، د خپلو نژدې همکارانو سره بیړنۍ غونډه کړې او ددې پیښې پر وړاندې یې د جدي اقداماتو امر کړی دی.

د جنوبي کوریا د ژغورنې عمله د ناروغانو د ژغورنې پر وخت
د جنوبي کوریا د ژغورنې عمله د ناروغانو د ژغورنې پر وخت

د جنوبي کوریا د یانهپ خبري اژانس ویلي چې د واکمن گوند او همداشان د مخالف گوند ټول مشران په یو بیساري اقدام سره د میریانگ سیمې ته چې دغه اور په کې لگیدلی دی تللي دي چې د قربنیانو له کورنیو سره خواخوږي څرگنده کړي.

د اور وژنې ماموران وروسته له دریو ساعتونو وتوانیدل چې دغه اور مړ کړي. ددې سیمې د اور وژنې مقاماتو ویلي چې تراوسه ددغه اور د لگیدلو علت نه دی څرگند شوی.

له دې دمخه د ٢٠١٧ کال د دسامبر په ٢٩ د جنوبي کوریا د جچین ښار په یو اته پوړیزه ودانۍ کې د اور لگیدنې له امله ٢٩ تنه وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG