د جنوبي کوریا پارلمان سه شنبه جنوري نهمه (مرغومي ۱۹) یوه لایحه منظوره کړه چې یوازې د غوښې لپاره د سپیو پالل، حلالول او پلورل پکې بند شویدي.
په جنوبي کوریا کې د پخوا راهیسې خلکو د سپیو غوښې خوړلې خو فعالین چې د دې کار بندیدل یې غوښتل وایي چې دا د هیواد لپاره شرم دی.
دا فعالین وایي چې تر دې وړاندې په جنوبي کوریا کې یوازې د غوښې لپاره تر یو ملیون پورې سپي وژل کیدل.
سره لدې چې د دې هیواد په خواړو کې د سپي غوښه د پخوا راهیسې مروجه ده خو دا چې اوس پدې هیواد کې خلک سپي د کورني حیوان په توګه پخپلو کورونو کې ساتي، ورسره د سپي غوښې خوړل هم کم شویدي.
د جنوبي کوریا ښار میشتي او ځوانان د سپي خوړل نا آشنا عمل یا ټابو بولي او په حکومت هم فشارونه ډیر شوي چې د غوښې لپاره د سپیو کاروبار بند کړي.
د جنوبي کوریا اوسنی جمهور رئیس یون سوک ییول چې پخپله هم د حیواناتو سره مینه لري او څو کوڅه ډبي سپي او پیشوګانې یې خپل کور ته وړي، د غوښې لپاره د سپیو کاروبار بندیدو کټر ملاتړی دی.
د جمهور رئیس میرمن کیم کیون هي هم د سپیو غوښې خوړلو سره جدي مخالفت لري او د بندولو لپاره یې مبارزه کوله.
په پارلمان کې د واکمن او سیاسي مخالف ګوند غړیو دا لایحه معرفي کړې وه چې ټولو ۲۰۸ غړیو یې په طرفدارۍ رایې ورکړلې او یوازې دوو غړیو په رایې ګیرۍ کې برخه وانخیسته.
وروسته تر دې چې دا لایحه جمهور رئیس لاسلیک کړي او په قانون بدله شي، درې کاله وروسته به یې تطبیق کیدل پیل شي.
د جنوبي کوریا د قانون له مخې که یو څوک سپي یوازې د غوښې لپاره وروزي، حلال یې کړي او یا یې وپلوري تر دریو کالونو پورې بندي کیدی شي او تر ۲۳ زرو امریکایي ډالرو پورې نغد جریمه کیدلی شي.
د تایي یونګ هو په نامه د پارلمان یو غړي چې دا لایحه یې په پارلمان کې معرفي کوله وویل، " تر دې وروسته به دا پلمه نه وي چې د سپي غوښې خوړونکي هیواد په توګه په مونږ انتقاد وشي".
د پارلمان يو شمیر غړي او ګڼ شمیر فعالین د ملي اسامبلې مخې ته د دې لایحې منظوریدو لمانځلو لپاره راټول شوي و.
د نظر معلومولو یوه سروې چې د همدې تیرې دوشنبې په ورځ په جنوبي کوریا کې یو څیړنیز مرکز خپره کړې، په هرو لسو کسانو کې نهو یې ویلي چې په راتلونکي کې به د سپي غوښه ونخوري.
تر دې وړاندې په جنوبي کوریا کې بزګرانو د سپي په غوښې د بندیز سره جدي مخالفت څرګند کړی و او له همدې کبله پدې غوښې د بندیز هلو ځلو مخه نیول شوې وه خو د نوي قانون له مخې به بزګرانو او د سپي غوښې کاروبار کوونکو ته پیسې د تلافي په توګه ورکړل شي تر څو وکړی شي یو بل کاروبار پرې وکړي.
د اټکل له مخې په جنوبي کوریا کې شاوخوا ۱۱ سوه د سپیو فارمونه شته دي چې زرګونه سپي پکې هر کال پالل کیږي او په رسټورانټونو د غوښې لپاره پلورل کیږي.
فورم \ دبحث خونه