د لاس رسي وړ اتصالات

د سپیس اکس شرکت خپل لومړنۍ باربري بیړۍ فضا ته واستوله


د روسیې، جاپان، متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې فضایي بیړیو، نړیوال فضایې مرکز ته مواد رسول.
د روسیې، جاپان، متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې فضایي بیړیو، نړیوال فضایې مرکز ته مواد رسول.

د امریکا د سیس اکس د شرکت څخه د فالکن ٩ په نوم بې سرنشینه فضایي راکټ، د تالنده او بریښنا له وجې د دوو ورځو ځنډ وروسته د شنبې په ورځ نړیوال فضایي مرکز ته ولیږل شوه.

د سپیس اکس فضایي شرکت دریې کاله دمخه د لومړي ځل لپاره د خپل د دراگن په نوم راکټ کې نړیوال فضایي مرکز ته د فضانوردانو لپاره اکمالات لیږي و.

سپس اکس په امریکا کې یو له دوو شخصي شرکتونو څخه دی چې د امریکا د فضایي شرکت یا ناسا سره، نړیوال فضایي مرکز ته د فضانوردانو د اکمالاتو د لیږولو لپاره قرارداد لاسلیک کړی.

دا ځل د دې بیړۍ د عادي اکمالاتو ترڅنگ چې لمریزې تختې او د نیوترون ستورو د تشخیص سامان الات شامل و د بیړۍ د شپږو زرو پونډو په وزن بار کې د تجربو لپاره موږگان او مچان هم نړیوال فضایي مرکز ته استول شوي دي.

له دې مخکې، د روسیې، جاپان، متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې فضایي بیړیو، نړیوال فضایې مرکز ته مواد رسولي وو.

دا شرکت دوه اونۍ مخکې همدارنگه اعلان وکړ چې نیت لري د ٢٠١٨ میلادي کال تر پای پورې د سپوږمې مدار ته سیلانیان ولیږي.

که چېرې دا ماموریت په بري ترسره شي نو انسان به په وروستیو څلویښتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د سپوږمي مدار ته سفر وکړي.

د دې شرکت موسس ایلان ماسک تیره میاشت د تیلفون له لارې په یو کنفرانس کې وویل چې د دغه نوي ماموریت لپاره یې دوه کسان د ده شرکت ته د یوې اونۍ د سفر وړاندیز کړی دی.

د دوو سیلانیانو په دې سفر کې به د هغوي سفینه د سپوږمۍ سطح ته نږدې ورشي او پرته له دې چې په سپوږمۍ که ښکته شي له مدار نه به یې تیر او بیرته به مځکې ته ستانه شي.

د ایلان ماسک په وینا د دغو دوو سیلانیانو د دراگون په نوم سفینه کې چې د فلاکن راکټ په ذریعه فضا ته لیږدول کیږي مځکې ته د ستنیدو نه مخکې به پنځه سوه تر شپږ سوو او پنځوس زره کیلومتره واټن طي کړي.

XS
SM
MD
LG