د لاس رسي وړ اتصالات

هسپانیا د افغانستان نه د تخلیې تازه ماموریت پیل کړ


ویل کیږي چې ماموریت کې به څه باندې ۲ سوه کسان د افغانستان نه وایستل شي.
ویل کیږي چې ماموریت کې به څه باندې ۲ سوه کسان د افغانستان نه وایستل شي.

هسپانیا وایي د هغو افغانانو او د هغوی د کورنیو د ایستلو د تخلیې بهیر یې پیل کړی چې د دې هیواد سره یې کار کړی.

د هسپانیا د دفاع وزارت د اکتوبر په ۱۰ مۍ (تلي ۱۸) ویلي چې پدې ماموریت کې د هیواد د بهرنیو چارو د وزارت سره په ګډه کار کوي.

د هسپانیا د دفاع وزیرې مارګریتا روبیلز ویلي د هغو کسانو د ایستلو ماموریت پیل شو چې د دې هیواد سره یې کار کړی. هغه ویلي، " هسپانیا هیڅوک تر شا نه پریږدي."

سره لدي چي د هسپانیا د دفاع وزارت د دې ماموریت په هکله ډیر معلومات ندي ورکړي خو د دې هیواد خبري اژانس په یو راپور کې ویلي چې دا هیواد پلان لري څه باندې ۲۰۰ افغانان د پاکستان د لارې راوباسي.

په همدې حال کې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر هوزې آلبریس تیره میاشت پاکستان او قطر ته تللی او د افغانانو د ایستلو په هکله یې د مرستې غوښتنه کړې وه. په دوي کې هغه کسان شامل دي چې په افغانستان کې یې د هسپانیا سره کار کړی او د کابل د هوایي ډګر نه د تخلیې په ماموریت کې نه و شامل.

خو د دې سره سره هسپانیا په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته د اګست په میاشت کې څه باندې ۲۲۰۰ خپل اتباع او افغانان د کابل نه وایستل.

XS
SM
MD
LG