د لاس رسي وړ اتصالات

د هسپانیې په تاریخ کې تر ټولو لوي اور

د هسپانیې هوايي ځواک او د اور وژنې ټیمونه اوس د المریا د ځنګله د مرګوني اور د وژلو هڅې کوي.

د هسپانیې هوايي ځواک د جمعې په ورځ (د جولای ۱۰مه) د المریا د سیمې په ځنګله کې د هغه شدید اور د مهارولو هڅې کوي چې تر اوسه یې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي دي.

د جمعې په ورځ په خپرو شویو هوايي انځورونو کې لیدل کېږي چې ژېړې او سرې لمبې لدې سیمې راپورته کیږي او الوتکې د لمبو له پاسه په ډېرې ټیټې ارتفاع کې الوتنه کوي او پر اور اوبه شیندي.

د دغه اور د کنټرول لپاره له ۲۰ څخه زیاتې الوتکې، چې چورلکې او درنې اوروژونکې الوتکې هم پکې شاملې دي ګومارل شوې دي. دا اور د هسپانیې په تاریخ کې تر ټولو لوی اور دی.

چارواکي وایي، لږ تر لږه ۱۲ کسان هغه مهال ووژل شول چې د اور له سیمې څخه د تېښتې هڅه یې کوله، او ۲۳ نور کسان لا هم لادرکه دي.

چارواکو ویلي چې اور د "باروتو په څېر" خپور شو او تر اوسه یې له درې زره هکټاره څخه زیاته ځمکه سوځولې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG