د لاس رسي وړ اتصالات

اسپانیا او پرتګال کې اورلګېدنې؛ د اروپا په جنوب کې ګرمۍ خلک مړه کړي 


په اسپانیا کې اور لګیدنې
په اسپانیا کې اور لګیدنې

د اروپا په جنوب کې مقاماتو د یکشنبې په ورځ جولای ۱۷ (چنګاښ ۲۶) د هغو اورونو د کابو کولو هڅه کوي چې په اسپانیا، پرتګال، یونان او فرانسه کې یې په زرګونو هیکتاره ځمکه سوځولې او په زرګونو کسان یې په سخته ګرمۍ کې له سیمې څخه وتلو ته اړ کړي دي.

په اسپانیا کې هیلیکوپترې پداسې حال کې د اور په لمبو باندې اوبه شیندي چې سختې ګرمۍ او غرنیو سیمو د اور وژنې د عملې هڅې ستونزمنې کړې دي.

د اسپانیا د هواپیژندنې ملي ادارې د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د هوا درجه به په ارګون، نوارا او د ریوجا سیمو کې د سانتیګراد ۴۲ ته ورسیږي. اسپانیا د شاوخوا یوې اونۍ راهیسې د سختې ګرمې هوا د څپو سره مخامخ شوې چې په ځینو سیمو کې هوا د سانتیګراد ۴۵ درجو څخه لوړه شوې ده.

د اسپانیا په مالاګا ولایت کې تیره شپه اورونو زور اخیستی چې ددې هیواد توریستي ښار میهاس هم له خطر سره مخامخ کړی.

په پرتګال کې د حرارت درجه یو څه راټیټه شوې او ددې هیواد د مقاماتو په وینا د یکشنبې په ورځ یواځې په دوو سیمو کې ځنګلي اورونه لا هم بل وو.

د پرتګال د روغتیا وزارت ویلي چې په تیرو اوو ورځو کې د ګرمۍ په وجه پدې هیواد کې ۶۵۹ کسان مړه شوي دي او زیاتوي چې یواځې د تیرې پنجشنبې په ورځ ۴۴۰ کسان پداسې حال کې ګرمي مړه کړي وو چې د هوا حرارت ددې هیواد په مرکزي برخو کې د سانتیګراد له ۴۰ درجو اوچت شوی و.

په یونان کې د اور وژنې عملې ویلي چې د شنبې په ورځ د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۷۱ اورلګیدنې رامنځته شوې. د یکشنپې په ورځ ددې هیواد په کریتا ټاپو کې د اور وژنې څه دپاسه ۱۵۰ عمله د ځنګلونو او کښتونو د اور په کابو کولو بوخت دي.

د فرانسې په جنوب کې مقاماتو د یکشنبې په ورځ وویل چې لا هم په ځنګلي سیمو کې د اور پر وړاندې مبارزه کوي چې په زرګونو کسان یې له خپلو کورونو څخه بیځایه کړي دي.

په بریتانیا کې هم د هوا پیژندنې ملي ادارې د سختې ګرمۍ له کبله خبرداری خپور کړی او ویلي یې دي چې د انګلستان په ځینو برخو کې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو، د حرارت درجه د سانتیګراد ۴۰ درجو ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG