د لاس رسي وړ اتصالات

په ننگرهار کې کرکټ او د کرکټ اسانتیاوی


د ننگرهار د غازي امان الله خان د کرکټ لوبغالی د کرکټ بورډ له خوا د دریو میلونو ډالرو په ارزښت جوړ شوی چې د نړیوالو لوبو کوربه توب ته چمتو دی.

له دوه زره او لومړي کال راوروسته په افغانستان کې د کرکټ د لوبې په عامېدو سره د دغې لوبې لپاره د معیاري لوبغالو د جوړیدو اړتیا هم پیدا شوه.

د غازي امان الله خان د کرکټ لوبغالی په نړیوالو معیارونو برابر لوبغالی دی چې د سیمې د هېوادونو د کرکټ لوبډلو کوربه یې کړی او کولای شي.

د ننګرهار د کرکټ بورډ مشر قرار عزیزي وایي « د غازي امان الله خان په لوبغالي کې لا هم پرمختیایي چارې روانې دي یو ښه پاویلین دلته د جوړیدو په حال کې دی اویا سلنه چارې یې بشپړې شوي‌ او ډیر ژر به دغه لوبغالی په نړیواله کچه اماده شي.»

د غازي امان الله خان په لوبغالي کې ګڼې ملي او نیمه نړیوالې لوبې ترسره شوي دي. دغه لوبغالی د افغانستان د کرکټ بورډ په مالي لګښت جوړ شوی خو ځمکه یې د یوه ملي سوداګر له خوا ورکړل شوې ده.

ښاغلی عزیزي زیاته کړه « ننګرهار د کرکټ کور بلل کیږي دغه لوبغالی د ټولو ورزشکارانو په واک دې دا یو ملي لوبغالی دی او دلته هر افغان او هره لوبډله کولای شي خپل تمرینونه ترسره کې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله زیات وخت خپل تمرینونه په همدې لوبغالي کې ترسره کوي. دغه لوبغالی د لسګونو زرو لیدونکو د ناستې وړتیا لري.

د ننګرهار مرسیتال والي محمدحنیف ګردیوال وایي « د ننګرهار ولایتي ادارې سره یو ځای د کرکټ بورډ په همکارۍ دغه یو څه امکانات چې دي دا ډیر دي او د ډیریدو لپاره یې هڅې روانې دي دا د ننګرهار لپاره ویاړ دی چې یو داسې لوبغالی لري او کلنه نا کله د ملي لوبډلې کوربه وي.»

د ننګرهار په ولایت کې د کرکټ لوبه ورځ تر بلې د پرمختیا په حال کې ده، د غازي‌امان الله خان د لوبغالي ترڅنګ یو زیات شمیر نورې سیمې هم شته چې د کرکټ واړه او لوی لوبغالي لري.

د ولسمشر سلا کار وزیر شهزاده مسعود وایي « د داسې امکاناتو له دا لوبغالی په درلودلو سره مونږ باید په دې اتکا ونه کړو چې مونږ نړیوال جام ته ووتو بلکې مونږ باید داسې اراده ولرو چې د ښو تمرینونو په ترسره کولو سره نړیوالې لوبې وګټو دې لوبغالي ته ورته د کرکټ بورډ اداره هڅه کوي چې د کرکټ لپاره په ننګرهار کې نور امکانات زیات کړي.»

د غازي‌امان الله خان د کرکټ لوبغالی د ننګرهار ولایت ته د ورزش په برخه کې ځانګړی ارزښت ورکړی کله هم چې دغلته لویې لوبې ترسره کیږي نو ننګرهار د ګڼو ولایتونو د میلمنو کوربه وي.

د کرکټ بورډ استازي د ننګرهار له ولایتي ادارې څخه غواړي ترڅو ددغه لوبغالي چې ملي سرمایه ده په سمه توګه ساتنه او پالنه وکړي.
XS
SM
MD
LG