هاشم خان پیښور ته نژدې په نوي کلي کې زیږیدلی و. د هغه د زیږیدنې کال په کره توگه معلوم نه دی، خو د اټکل له مخې هغه په ١٩١٦ کې پیدا شوی و.
هاشم خان د ٣٧ کلونو په عمر په کال ١٩٥٥ کې په برتانیه کې لومړی ځل د برټیش اوپن لوبې چې د سکواش تر ټولو ستر تورنمنټ گڼل کیږي، وگټلې. هغه په اوم ځل د برټیش اوپن سیالۍ په ۴۴ کلنۍ کې وگټلې، چې په دې عمر کې د نوموړي بریا حیرانوونکې وه، ځکه چې د سکواش اکثر لوبغاړي له ٣٠ یا٣٥ کالو وروسته له ورزش نه گوښه کیږي.
هاشم خان نه یواځې پخپله په نړيواله کچه شهرت درلود، بلکې د هغه د کورنۍ نور غړي هم د سکواش ورزش د مشهورو اتلانو له ډلې څخه وو چې په هغو کې روشن خان، محب الله خان او جانگیر خان نړیوال شهرت لري چې نړیوال یې د خان ډائینسټي یا د خانانو د کورنۍ په توگه پیژني.
د سکواش د لوبې بل مشهور نوم جان شیر خان هم د پیښور د نوي کلې څخه دی.اشم خان به د پاکستان د جوړیدو نه وړاندې پیښور کلب کې انگریز افسرانو ته د سکواش بالونه راوړل او چې انگریز افسرانو به لوبه بس کړه، نو هاشم خان به د سکواش په کوټه یا کورټ کې لوبه پیل کړه.
د ١٩٦٠ په لسیزه کې هاشم خان د خپلې کورنۍ سره امریکېا راغی.
هاشم خان د خپل ټول شهرت سره سره د یو متواضح او عاجز طبیعته شخص په توگه هم شهرت درلود.
د سکواش ورزش د تینس او بدمنتون په شان د ریکټ او بال په ذریعه ترسره کیږي چې بال یې د تینس له پنډوسکې څخه کوچنی دی. دا لوبه خورا زیاتې انرژۍ او بدني غښتلتیا ته اړتیا لري، او څرنگه چې د بال سرعت یې خورا زیات دی نو چټک بدني حرکت ایجابوي.