د لاس رسي وړ اتصالات

روسي ورزشکاران: خپل مدالونه بیرته نه ورکوو


د روسیې د المپیک مقامات او ورزشي روزونکي وایي باور لري چې لوبغاړو یې "غلط او ناوړه کار نه دی کړی"
د روسیې د المپیک مقامات او ورزشي روزونکي وایي باور لري چې لوبغاړو یې "غلط او ناوړه کار نه دی کړی"

د روسیې د المپیک د سیالیو لوبغاړي چې پخپله او ټیمونه یې د قوت له درملو نه په استفادې یا دوپینگ تورن دي وایي خپل مدالونه او دیپلومونو بیرته د المپیک نړیوالې کمیټې ته نه سپاري.

د المپیک نړیواله اداره وایي د ٢٠٠٨ او ٢٠١٢ کلونو په نړیوالو المپیکي لوبو کې د خفیفه اتلاتیک د برخې د ٢٣ مدالونو له جملې نه یې تر اوسه یواځې درې مداله او یو دیپلوم بیرته ترلاسه کړي دي او نورو ورزشکارانو ددې کار نه سرغړونه کړې ده.

د رویترز اژانس د روسیې د خفیفه اتلاتیک ورزشونو د فدراسیون په وینا ویلي چې زیات شمیر دغو ورزشکارانو یا د ورزش سره مخه ښه کړې او یا هم د المپیک په لوبو کې گډون نه کوي. نو په دې خاطر هغوی اندیښنه نه لري چې پر ورزشي فعالیتونو یې بندیز ولگول شي.

تر اوسه نه ده څرگنده شوې چې د المپیک نړیواله اداره به ددغو روسي ورزشکارانو سره څه چلند وکړي، ځکه دغه نړیوال بنسټ د قانون د انفاذ لپاره کومه قوه نه لري.

د روسیې د خفیفه اتلاتیک د ورزشونو فدراسیون وایي چې د ٢٠١٧ کال په فبرورۍ کې باید ٢٣ مدالونه د المپیک نړیوالې ادارې ته تسلیم شوی وای.

په ٢٠١٥ کال کې ددغه فدراسیون کار د روسي ورزشکارانو له لورې په پرله پسې او سیستماتیکه توگه د انرژۍ او قوت د درملو نه د استفادې په وجه تعلیق شو.

د روسیې د ورزشي بنسټ غبرگون

روسیې د المپیک نړیوالې کمیټې سره ژمنه کړې چې د انرژۍ تولیدونکو او قوت د درملو نه د استفادې په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي، خو تر اوسه یې د روسي ورزشکارانو له لورې ددغو درملو استفاده کول په رسمي توگه نه دي تائید کړي.

د روسیې د المپیک مقامات او ښوونکي په دې باور دي چې د هغوی لوبغاړو "غلط او ناوړه کار نه دی کړی".

د ٢٠٠٨ او ٢٠١٢ کلونو د المپیک مدال گټونکې تاتیانا فیرووا، وایي چې خپل مدالونه یې په دې خاطر بیرته نه دي سپارلي چې د هغې په وینا "ناوړه کار یې نه دی کړی او بل شخص ددې مدال وړ نه گڼي."

د خفیفه اتلاتیک د فدراسیونونو نړیوال انجمن وایي چې د روسیې د خفیفه اتلاتیک د ورزشونو فدراسیون تر اوسه د نړیوال فدراسیون د اصلاحي معیارونو سره ځان نه دی اعیار کړی.

د دوپینگ سره د مبارزې بنسټ وایي د روسیې د خفیفه اتلاتیک د ورزشونو فدراسیون تر اوسه په ١٢ څانگو کې د انرژۍ تولیدونکو درملو نه د استفادې په مخنیوي کې لازم اقدامات نه دي کړي.

د روسیې د خفیفه اتلاتیک او همداشان شان د لامبو د ورزش زیات شمیر ورزشکاران په دې وروستیو کلونو کې د ستروئید، درملو نه د استفادې په وجه د المپیک او نړیوالو سیالیو نه منع شوي دي.

XS
SM
MD
LG