د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې ۹۰ په سلو کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیقیږي


د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وایي چې په اچین او یوشمېر هغو ولسوالیو کې یې د پولیو واکسین د پلي کولو هڅې ګړندۍ کړي چې په تېرو دورو کې په کې وسله والو مخالفینو د پولیو واکسین دپلي کېدو مخنیوی کړی.

دننګرهار والي وایي چې دوی له قومي سپین ږیرو، دیني عالمانو او مخورو مرستې غوښتي اوغواړي د پولیو ضد واکسین له سیاسي انګېزو خوندي وساتي.

"موږ نه غواړو د یوقوت له لارې دا موضوع تطبیق کړو، دا یوه ولسي موضوع ده او دا دهر وګړي مسولیت دی، دوی باید سالمراتلونکی نسل ولري او که موږ د پولیو ضد کمپاینونه او واکسینونه پر وخت تطبیق نکړو، نو زموږ راتلونکی نسل به مریض نسل وي او دا به پر ټولنې هم یو فشار وي."

د ننګرهار د عامې روغتیاریس ډاکټر نجیب الله کاموال وایي چې دواکسین په دې دوره کې چې سې شنبې ورځ پیل شوی، نوي په سلو کې به د دې ولایت ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.

هغه وایي د واکسین په دې دوره کې به ۶۲۷۰۰۰ ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورسوي او یوازې ۱۲۰۰۰ ماشومان به په اچین، هسکه مېنه او کوټ ولسوالیو کې له واکسین څخه بې برخې پاتې شي.

هغه زیاتوي، په دغو دریو ولسوالیو کې شپږ روغتیایي مرکزونه هم د وسله والو مخالفینو له خوا تړل شوي دي.

"په تېر یو کال کې ټول ۶۰۰۰۰ماشومان له واکسینه بې برخې پاتي وو خو خوشبختانه چې په دې دوره کې دا شمېر۱۲۰۰۰ ته ښکته شوی او په دې کې د دیني عالمانو اوقومي مشرانو هلې ځلې او همکاري ستایو، موږ کوښښ کوو چې په دې څلور ورځنۍ دوره کې دا دولس زره ماشومان هم واکسین کړو."

دیني عالمان بیا د پولیو ضد واکسین د شریعت له مخې جایز ګڼي او وایي چې په دې واکسین سره ماشومان عقلاً او جسماً روغتیا پیدا کوي.

د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی مولوي نورالله په دې هکله داسې وایي:

"د اسلام له اساسي اهدافو څخه یو هدف دادی چې انسان باید ذهناً او عقلاً روغ وي، ددې لپاره چې دانسان جسم روغ وي نو هغه درمل چې جسم ته فایده لري، په هغه کې د بېلګې په توګه پولیو را اخلو، څنګه چې پولیو دانسان صحت روغ ساتي او له دایمي معیوبیت څخه یې ژغوري نو له همدې امله داسلام له نظره ور باندې کومهپابندي نه شته ده."

په ننګرهار تر دې د مخه د داعش ډلې په اچین، هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین د پلی کېدو مخنیوی کړی و چې له امله یې د سیمې ډېر ماشوان له واکسین څخه بې برخې پاتې وو خو د هغې ډلې له ځپلو وورسته له واکسین څخه د پاتې شویو ماشومانو شمېر دولس زرو ته را ښکته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت پداسې حال کې د پولیو پر ضد هڅې ګړندی کړي، چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اسه پورې په افغانستان د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG