د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ادعا کوي چې د سريلانکا بریدونه دوی کړي


دا بریدونه د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو وغندل
دا بریدونه د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو وغندل

د داعش جګړه مارې ډلې ادعا کړې ده چې په سريلانکا کې پر کلیساو او هوټلونو باندې اته پرلپسې بریدونه دغې ډلې کړي دي.

په دغو بریدونو کې شاوخوا ۳۰۰ تنه ووژل شول او له ٥٠٠ نه زیات ژوبل شول.

د داعش ډلې ته په منسوبې ویپاڼې (اعماق) کې د سه شنبې په ورځ (اپریل۲۳) دا ادعا شوې ده، خو دې ډلې کوم داسې کره شواهد او اسناد نه دي خپاره کړي چې وښيي رښتیا هم بریدونه دغې ډلې کړي دي.

په همدې حال کې د سريلانکا د دفاع ایالتي وزیر پارلمان ته ویلي دي چې د هغوی ابتدايي تحقیقات ښيي چې دا بریدونه د نیوزیلنډ په کریسچرچ کې پر جوماتونو باندې د وسله والو بریدونو په غچ کې شوي دی. خو وزیر نه دي ویلي چې د دوی ابتدايي تحقیقاتو د کومو اسنادو په اساس دا خبره کړې ده.

تېره میاشت په نیوزیلنډ کې پر جوماتونو وسله وال بریدونه وشول چې لسګونه کسان یې ووژل او ژوبل کړل.

د سريلانکا د پولیسو ویاند وویل چې ۴۰ تنه یې د بریدونو سره د تړاو په شک نیولي دي. پولیس وایي په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱۰ ته لوړ شوی دی.

تر دې مخکې د سرېلانکا صدراعظم ویلي وو چې تر بریدونو مخکې یوې بهرنۍ استخباراتي سرچینې ورته خبر ورکړی و چې ښایي بریدونه وشي. دا همهاله اته بریدنه د سرېلانکا په تاریخ کې تر ټولو خونړي بریدونه بلل کیږي.

دا بریدونه د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو وغندل.

XS
SM
MD
LG