د لاس رسي وړ اتصالات

سري لانکا د کرکټ د لوبغاړو معاشونه دوه برابره زیات کړل

د سري لانکا لوبغاړي په کولمبو کې د زیمبابوې خلاف لوبه کې.
د سري لانکا لوبغاړي په کولمبو کې د زیمبابوې خلاف لوبه کې.

د سري لانکا کرکټ بورډ د جمعې په ورځ مۍ ۱۰ (غوايي ۲۱) وویل، د خپلو نړیوالو لوبغاړو د ټیسټ لوبو معاشونه یې دوه چنده زیات کړي او د سپین توپ د لوبو دپاره د لوبغاړو په معاش کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

کرکټ بورډ همدارنګه د سري لانکا د هغو لوبغاړو د پاره ځانګړي انعامونه اعلان کړي چې وکولای شي د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د غوره لوبغاړو د طبقه بندۍ په لومړنیو لسو مقامانو کې ځای ونیسي.

کرکټ بورډ ویلي چې له ۴۱ لوبغاړو سره یې یو کلن قراردادونه لاسلیک کړي دي خو ددغو لوبغاړو د معاشونو د اندازې په اړه معلومات ندی خپور شوی.

د سري لانکا پر کرکټ بورډ باندې د اداري فساد تورونه لګول شوي خو د کرکټ بورډ مقاماتو دغه تورونه رد کړي دي.

په کرکټ بورډ باندې د اداري فساد د تورونو له امله، تېر کال د بورډ د مسئولینو او د سري لانکا د سپورت وزیر روشن راناسینګ ترمنځ جنجال دوام درلود.

راناسینګ په نومبر کې د کرکټ په نړیوال جام کې د هند په وړاندې د سري لانکا له ماتې څو ورځې وروسته د کرکټ بورډ ټول کارکوونکي له دندې ګوښه کړل.

د کرکټ نړیوالې شورا په غبرګون کې، د سري لانکا د کرکټ بورډ په چارو کې د حکومت د مداخلې له کبله په ای سي سي کې د سري لانکا شمولیت وځنډاوه.

د ای سي سي قوانین د کرکټ بورډ په چارو کې د حکومت د لاس وهنې مخنیوی کوي او له دې وړاندې یې هم د سري لانکا غړیتوب ځنډولی و.

د مالي او سیاسي کړکیچ سره د لاس او ګریوان سري لانکا حکومت له وړاندې دیوالي شوی او کرکټ بورډ په دغه جزیره يي هېواد کې تر ټولو شتمنه اداره ګڼل کیږي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG