د لاس رسي وړ اتصالات

سري‌لانکا کې یو راهب اسلام ته د سپکاوي له کبله زنداني شو


 ګالاګوداټا ګناسارا په سري لانکا کې د مسلمانانو خلاف د تاوتریخوالي په هڅولو تورن شوی.
ګالاګوداټا ګناسارا په سري لانکا کې د مسلمانانو خلاف د تاوتریخوالي په هڅولو تورن شوی.

د سري لانکا یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري ۹) ددغه هېواد یو مشهور بودايي مذهبي مشر د مسلمانانو خلاف د کرکې د پارولو په تور په څلور کاله بند محکوم کړ.

د سري لانکا پایتخت کولمبو عالي محکمې پرېکړه وکړه چې ګالاګوداټا ګناسارا د ۲۰۱۶ په یو کنفرانس کې د سلام په اړه له سپکاوي ډکو خبرو له امله مسلمانانو ته زیان رسولی دی.

د محکمې یو چارواکي وویل: "دغه راهب په څلور کاله بامشقته بند محکوم شوی او ۱۰۰ زره روپۍ (۳۳۰ ډالر) جریمه شوی دی. هغه د خپل د قید د مودې د پوره کولو دپاره زندان ته ولیږل شو."

ګناسارا په سري لانکا کې د مسلمانانو خلاف د تاوتریخوالي په هڅولو تورن شوی. په سري لانکا کې د ۲۲ میلیون نفوس شاوخوا ۱۰ سلنه د اسلام پیروي کوي.

هغه په میانمار کې میشته یوه افراطي راهب ویراتو سره نږدې اړیکې لري.

دا لومړی ځل نه دی چې ګناسارا، چې یو وخت له قوي سیاسي اړیکو څخه برخمن و، زنداني کیږي.

په ۲۰۱۸ کې، هغه د یو ورک شوي کارټونیسټ میرمن د ډارولو او د محکمې د سپکاوي په تور په شپږ کاله بند محکوم شو، خو نهه میاشتې وروسته د پخواني ولسمشر میتریپالا سری سینا له خوا وبخښل شو.

پخواني ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا وروسته ګناسارا په سري لانکا کې د مذهبي یووالي د کمیسیون مشر وټاکه چې د اپوزیسیون مشرانو دا کار "ستره مسخره " وباله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG