افغانستان د کرکټ په روان نړیوال جام کې د سري لانکا ټوله لوبډله په ۲۴۱ منډو وسوځوله.
د سري لانکا ټول لوبغاړي په ۴۹.۳ اورونو کې اوټ شول.
فضل حق فاروقي د سري لانکا څلور، مجیب الرحمن دوه، راشد خان او عظمت الله عمرزي یو-یو لوبغاړي اوټ کړل.
د سري لانکا دوه نور لوبغاړي په منډو کې (رن اوټ) کې وسوځېدل.
د سري لانکا لوبغاړي پاتم نیسانکا تر نورو ډېرې ۴۶ منډې وکړې.
د افغانستان کپتان حشمت الله شهیدي د پچې له ګټلو وروسته د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
دا په نړیوال جام کې د سري لانکا او افغانستان شپږمه لوبه ده. دواړو لوبډلو درې-درې لوبې بایللې دي.
د افغانستان د توپ اچوونې او سري لانکا د توپ وهنې په اړه د امریکا غږ د همکارانو بحث دلته لیدلای شی:
فورم \ دبحث خونه