د لاس رسي وړ اتصالات

سري لانکا خپل د کرکټ درې لوبغاړي له لوبو بند کړل 


د سري لانکا د کرکټ لوبغاړي د لوبې په مهال خپل بالر ادانا ستايي

د سري لانکا کرکټ بورډ د خپلې لوبډلې د کپتان مرستیال په ګډون درې لوبغاړي د اصولو د ماتولو له کبله له لوبو بند کړي‌ دي.

د لوبډلې مرستیال کپتان کوسال منډیس، بل لوبغاړی نېروشان ډیکوالا او دانوشکا ګوناتیلیکا د انګلنډ د درهم په سړک باندې لیدل شوي چې سګرټ یې څکول. د سري لانکا د کرکټ لوبډله د سیالیو لپاره انګلنډ ته تللې ده.

د کرکټ بورډ په اعلامیې کې راغلي دي چې دوی ته ویل شوي وو چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به له هوټل څخه د باندې نه وځي او که د وتلو ضرورت و، د بورډ د ادارې یو کس به یې بدرکه کوي.

د دوی د سګرټ څکلو ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې هم خپره شوې ده.

اعلامیه وایي چې دا درې لوبغاړي بېرته هېواد ته غوښتل شوي او له انګلنډ سره په را روانو یوې ورځنیو سیالیو کې به نه وي.

د سري لانکا د کرکټ بورډ یوې سرچېنې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې دا درې واړه لوبغاړي به تر هغه وخت له هر ډول کرکټ څخه بند وي چې د دوی د سرغړونو په اړه تحقیقات بشپړ شي او نتیجه یې معلومه شي.

وايي دوی ځکه بېرته هېواد ته ستانه شوي چې که له لوبډلې سره پاتې شي، شاید د هغوی صحت ته خطر پېښ کړي. د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په هوټل او میدان کې د لوبغاړو لپاره جدي تدابیر نیول شوي او لوبغاړو ته ویل شوي چې دا تدابیر مراعت کړي

د سري لانکا د کرکټ‌لوبډلې له انګلنډ سره خپلې درې ۲۰اوریزې لوبې وبایللې او درې یوه ورځنۍ سیالۍ هم ورسره لري.

XS
SM
MD
LG