د سریلانکا الف لوبډلې افغانستان ته ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د ځوانانو د آسیا کپ په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سریلانکا په وړاندې وبایلله.

افغان لوبډلې په دې لوبه کې چې د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۱۹) د قطر په پلازمینه دوحه کې ترسره شوه، لومړی توپوهنه وکړه خو خپل تول وبغاړي یې د ۱۳۹ منډو په کولو له لاسه ورکړل.

سریلانکا دا پنځوس اوره لوبه په دوه ویشتم اور کې له افغانستان څخه وګټله.

په افغان لوبغاړو کې درویش رسولې ښه لوبه وکړه او په نهه اتیا توپونو یې اتیا منډې وکړې.

په توپ اچونکو کې بیا نوید ځدراڼ د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان خپله راتلونکې لوبه د نومبر په ۲۱ د بنګله دیش په وړاندې ترسره کوي.

​
XS
SM
MD
LG