د لاس رسي وړ اتصالات

د سریلانکا د کرکټ د لوبغاړو او بورډ تر منځ د تنخوا پر سر جنجال


د سریلانکا د کرکټ ملي بورډ د ۲۴ ملي لوبغاړو تنخواګانې ۴۰ په سلو کې کمې کړي چې د لوبغاړو او بورډ تر منځ یې جنجال پیدا کړی.

لوبغاړو د بورډ پریکړه نده منلې او د لوبډلې کپتان کوسال پریرا وایي د تنخواګانو کمیدل به د لوبغاړو په ذهن بده اغیزه وکړي.

سریلانکا پداسې حال کې د لوبغاړو تنخواګانې کمې کړي چې ټاکل شوې سبا دغه لوبډله د بنګله دیش سره د دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ پیل کړي.

پریرا یو خبري کنفرانس ته چې په آنلاین بڼه ترتیب شوی و وویل، " هیله ده چې تر راتګ وروسته به د بورډ سره موافقې ته ورسیږو."

د سریلانکا کپتان وایي هڅه کوي چې د لوبغاړو لپاره داسې شرایط برابر کړي چې د ډار او ذهني فشار پرته لوبه وکړي خو زیاتوي چې دا نوی تشکیل چې د سریلانکا د کرکټ ډایریکټر ټام موډي او پخواني کپتان اروینډا ډي سلوا جوړ کړی، د لوبډلې لپاره اضافي ذهني فشار پیدا کړی.

د لوبغاړو یو مدافع وکیل د سریلانکا په کرکټ بورډ تور پورې کړی چې د "لوبغاړو سر ته یې ټوپک نیولی" او اړ کړي یې دي چې نوي قراردادونه ومني.

په لوبغاړو کې تر ټولو ډیرې پیسې د سریلانکا د ملي لوبډلې د پخواني کپتان انجیلو میتیو او د ټیسټ د لوبو د کپتان ډیموت کرونارتني کمې شوي او دواړه د بنګله دیش په سفر کې په لوبډلې کې ندي شامل.

د ښاغلي متیو کلنۍ تنخوا پخوا ۱۳۰ زره امریکایي ډالره وه خو په نوي قرارداد کې به ۸۰ زره ډالر اخلي او کرونارتني چې پخوا یې ۷۰ زره ډالر اخیستل اوس به یوازې ۳۰ زره ډالر تنخوا ولري.

د سریلانکا د کرکټ ډایریکټر ټام موډي وایي د نورو هیوادونو د لوبغاړو د تنخواګانو په هکله یې معلومات تر لاسه کړي او بیا یې دا پریکړه کړې خو د لوبغاړو مدافع وکیلان دا قراردادونه "غیرې منصفانه او غیرې شفاف" بللې او وایي چې لوبغاړي به یې لاسلیک نه کاندي.

XS
SM
MD
LG