د لاس رسي وړ اتصالات

سریلانکا په حجاب او سلګونو مدرسو بندېز لګوي


د سریلانکا حکومت وایي چې مسلمانو جینکیو او میرمنو پخوا دا ډول ټکیري نه په سر کول.
د سریلانکا حکومت وایي چې مسلمانو جینکیو او میرمنو پخوا دا ډول ټکیري نه په سر کول.

په سریلانکا کې چارواکي وایي پلان لري چې په هیواد کې د حجاب او یا برقې اغوستل او په سر کول بند کړي او همدرانګه د زرو نه ډیرې مدرسې وتړي.

د سریلانکا د عامه امنیت وزیر سارات ویراسیکیرا نن شنبه، مارچ ۱۳ (کب۲۳) په خبري کنفرانس کې وویل چې پدې هکله یې یو سند لاسلیک کړی او کابیني ته یې د منظورۍ لپاره لیږلی.

د سریلانکا دغه چارواکي ویلي چې دا کار یې د ملي امنیت په خاطر کړی او زیاته یې کړه چې پخوا پدې هیواد کې مسلمانو میرمنو دا ډول پړوني نه په سر کول. "دا د مذهبي افراطیت نښه ده چې تازه پیدا شوې. مونږ به یې د شک پرته بنده کړو. "

د سریلانکا د عامه امنیت وزیر همدرارنګه وویل چې په هیواد کې شاوخوا دوه زره مدرسې دي او هغه به وتړل شي چې د هیواد د روغتیا د ملي پالیسۍ په اساس عمل نکوي او ثبت شوي ندي. وزیر وویل، "هیڅوک په خپل سر ښوونځي پرانیستلی نشي او نشي کول چې هر څه یې خوښه وي تدریس کړي."

ښاغلي ویراسیکیرا همدارنګه وویل چې تر دې وروسته به هر ماشوم د پنځه کلنۍ نر تر شپاړلس کلنۍ پورې د هیواد د ښوونې د ملي پالیسۍ سره سمې زده کړې کوي.

په سریلانکا کې چې اکثریت یې بودایان دي، په ۲۰۱۹ کال کې هم د برقو په سر کول په موقتي توګه بند شوي وو. حکومت دا کار وروسته تر هغه وکړ چې وسله والو په کلیساګانو او هوټلو کې چاودنې وکړلې او لږ تر لږه ۲۵۰ تنه پکې ووژل شول.

د سریلانکا د حکومت دا اقدام ښایي په هغه هیواد کې د مسلمانانو د قهر سبب شي. حکومت همدارنګه مسلمانانو ته امر کړی و چې د کویډ ۱۹ له کبله مړه شوي کسان وسوځوي خو حکومت تیر کال دا بندیز هم لیرې کړ.

XS
SM
MD
LG