د لاس رسي وړ اتصالات

ستانکزي او رحیمي په بلخ کې له نور سره خبرې کړي


د ارګ او د بلخ ولایت د پخواني والي عطا محمد نور ترمنځ د اختلافاتو له اوږدیدو وروسته د افغان حکومت دوو لوړپوړو چارواکو تیره شپه په مزارشریف ښار کې له ښاغلي نور سره خبرې کړې دي.

د بلخ د ولایتي شورا رئیس او عطا محمد نور ته نږدې کس محمدافضل حدید امریکا غږ اشنا ته وویل، د افغانستان د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزی او د ولسمشر محمداشرف غني د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي د ارګ او بلخ ترمنځ د لانجې د هوارولو لپاره تیره ورځ د مزارشریف ښار ته تللي او د بلخ له ګوښه شوي والي سره یې خبرې کړې دي.

د ښاغلي حدید پر وینا په دغې لیدنه کې د دواړو خواو ترمنځ د شرطونو کچه راټيټه شوې او د لانجې د هواري لپاره خوشبیني زیاته شوې ده.

هغه وویل "تیره ورځ ښاغلی ستانکزی او ښاغلی سلام رحیمي د بلخ له والي سره د لیدلو لپاره مزار ته راغلي وو، تر اوسه د دغې لیدنې په اړه کره معلومات ورکړل شوي نه دي، خو د بلخ د کړکیچ د حل لپاره د هیلو دروازه پرانیستل شوې، انشا الله په نږدې راتلونکې کې د ارګ او د بلخ د والي ترمنځ ستونزه حل کیږي".

له دې وړاندې یو شمیر رسنیو رپوټ ورکړی وو، چې په دغې لیدنه کې دواړه خواوې هوکړې ته رسیدلي دي او ښاغلي نور منلې چې د بلخ د والي انجنیر داوود پر ځای د نوي کس د معرفي کولو په صورت کې به له خپل دریځ څخه په شا شي.

خو د جمعیت ګوند وايي، چې د ښاغلي نور د برخلیک په اړه تر اوسه له ارګ سره موافقې ته نه دي رسیدلي.

د جمعیت د ویاند مرستیال ذبیح‌الله فطرت امریکا غږ اشنا ته وویل "تر اوسه کوم توافق نه دی شوی، موږ دا خبرونه نه تائیدو".

لا تر اوسه ارګ او د بلخ پخواني والي، په رسمي ډول مزارشریف ښار ته د دغو لوړپوړو حکومتي چارواکو د سفر د هدف په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG