د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د پولیو کمپاین پیل شو


Afghanistan Polio
Afghanistan Polio

د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې نن دوشنبه د ډسمبر په ۲۵مه د پولیو فرعي کمپاین پیل شو چې شاوخوا ۸.۸ میلیونه ماشومانو ته به د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکړ شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، دا کمپاین به د هېواد په ختیځې برخې کې په شاوخوا ۴۲ ولسوالیو کې پلې شي او شپږ ورځې به دوام ولري خو په نورو ولایتونو کې به دا کمپاین څلور ورځې دوام وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا د مسؤولینو په وینا، د دغه کمپاین هدف د هېواد په ختیځ کې د پولیو د پېښو مخنیوی دی، ځکه یې په ختیځ زون کې د کمپاین موده شپږو ورځو ته لوړه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: "نن د ډسمبر ۲۵مه نیټه د هېواد په نږدی ۲۰ ولایتونو کې د پولیو واکسین فرعي کمپاین پیل شو او په ترڅ کې به یې ۸.۸ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي. د دې کمپاین موخه د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د ۴۲ ولسوالیو پوښښ دې چې د ډسمبر له ۲۳ پیل او تر ۲۹ نیټې پورې پلي کیږي او دا کمپاین به په نورو ولایتونو کې څلور ورځې دوام ولري."

د نوموړي په وینا، سږ کال د مهاجرینو راتګ او یو شمېر نورې ستونزې په افغانستان کې د پولیو د شپږو پېښو لامل شوي دي.

ښاغلي امرخېل زیاته کړه: "په ۲۰۲۳ میلادي کال کې موږ په ټول افغانستان کې د پولیو شپږ پېښې درلودې، چې ټولې یې په ختیځه سیمه کې وې، په نورو ولایتونو کی شتون نلري. زموږ هدف د پولیو واکسین تطبیق دی ترڅو وکولای شو په راتلونکي کې د پولیو د پېښو مخه ونیسو، البته سږ کال ختیځې حوضې ته د کډوالو راتګ او ځینو نورو ستونزو له امله د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې وې."

ډاکټران ټینګار کوي، چې د نوي میلادي کال لپاره باید په روغتیايي برخه کې د پولیو د مخنیوي لپاره هر اړخیز پلانونه جوړ شي، څو یو وار بیا د پولیو پېښی په هېواد کې زیاتې نشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG