د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د جنايي جرمونو د نړیوالې محکمې د تهدید د مخنیوي لپاره پراخ کمپاین پیلوي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو د نړیوالې محکمې له لورې د امریکا حاکمیت ته د ورپېښ ګواښ د ختمولو لپاره د یو پراخ کمپاین د پیلولو اعلان وکړ.

په دغه کمپاین کې به د ټول حکومت غبرګون شامل وي، چې په سیستماتیک ډول د دغې محکمې وړتیا غیر فعاله کړي، چې امریکایي سرتېري او مقامات په نښه نه کړي او یا د امریکا حاکمیت ته ګواښ پېښ نه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (جولاۍ۱۲) په یوې اعلامیې کې د وزیر مارکو روبیو له خولې لیکلي دي: «د جرمونو نړیواله محکمه د متحدو ایالتونو حاکمیت ته د نه زغملو وړ ګواښ دی- دا محکمه ان د هغو امریکایي پوځیانو او مقاماتو، چې د امریکا د ګټو په استازولۍ فعالیت کوي، د قانوني تعقیب او ان زنداني کولو د صلاحیت لرلو ادعا لري. امریکایانو هېڅکله دا نه دي منلي او د امریکا ټولو ولسمشرانو د دغې محکمې د جوړېدو راهېسې دا خبره کړې چې د جنايي جرمونو نړیواله محکمه امریکایانو ته د رسېدګۍ صلاحیت نه لري. د جنايي جرمونو محکمې تر دې مخکې د امریکایي پوځيانو او استخباراتي افسرانو په اړه تحقیقات پيل کړي او له هماغه وخت راهېسې یې د دغو دوسیو له تړلو څخه انکار کوي.»

اعلامیه وايي چې دا محکمه هڅه کوي چې ځان په یو داسې نړیوال قاضي بدل کړي، چې چاته حساب نه ورکوي، ځان د دولتونو او ملتونو څخه یو پورته نړیوال ځواک ګڼي او وايي دا واک لري چې «امریکایي پوځیان او مقامات په خپله خوښه وځوروي».

په اعلامیې کې د ښاغلي روبیو له خولې ویل شوي دي چې د امریکا حاکمیت ته د دغې محکمې د متوجه ګواښ د ختمولو لپاره به هر ډول دیپلوماتیک انتخاب څخه کار واخیستل شي.

په دغه کمپاین کې یو لړ اقدامات شامل دي چې ډاډ ترلاسه شي دا محکمه امریکا ته د ګواښ او یا د امریکایانو د هدف ګرځولو وړتیا ونه لري. د بېلګې په ډول په دغو اقداماتو کې به له بهرنیو هېوادونو سره د بهرنیو چارو د وزیر، مرستیال، سفیرانو او د هېواد د نورو لوړ پوړیو مقاماتو دیپلوماتیک تماسونه شامل وي او هغوی ته به د دغې محکمې ناوړه فعالیتونه په ګوته ګوي او له محکمې څخه به یې د وتلو لپاره هڅوي.

په اعلامیې کې له هغو هېوادونو څخه، چې له امریکايي ځواکونو سره همکاري لري، غوښتل شوي چې د امریکايي پوځیانو او مقاماتو د عدلي تعقیب په اړه د دغې محکمې ادعاوې رد کړي.

د متحدو ایالتونو حاکمیت ته د جنايي جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري د ګواښ د مخنیوي په نورو اقداماتو کې د دغې محکمې د پرسونل د ویزو لغوه کول او د سفرونو بندیز او همدغه راز په محکمې او د محکمې په نورو مربوطه سازمانونو باندې بندیزونه هم شامل دي.

د متحدو ایالتونو حکومت د جنايي جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب نه لري او نه یې د پرېکړو تطبیق ته ځان ملزم بولي.

واشنګټن تر دې مخکې هم د دغې محکمې په ځینو مقاماتو بندیزونه لګولي وو او د امریکايي پوځیانو د عدلي تعقیب په اړه یې د دغې محکمې اقدامات غندلي وو.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG